لرې پرتو سیمو ته سفر

 (یکاولنګ، پنجاب او ورس ولسوالیو ته د بامیان فرهنګي ټیم سفری راپورتاژ)

بلل کیده چې د بامیان فرهنګي کارکوونکي سیمه ایز فرهنګیانو او هنرمندانو سره د لیدو په موخه د دغه ولایت ځینو ولسوالیو ته سفر وکړي ترڅو خلکو سره د خبرو اترو ترڅنګ، سیمه ایز هنر او فرهنګ باندې ځان پوه کړي. د سهار ۹ بجې دي، یوه لمرینه ورځ ده او د بامیان ښار څخه د یکاولنګ ولسوالی په لور حرکت کوو. زمونږ موټر د بامیان یکاولنګ کږه وږه لېکن په ښکلې لاره روان وه او مونږ د موټر ښېښې څخه د ونو هغه ښکلي پاڼو ننداره کوو چې د مني په فصل کې ژیړ شوي دي او یوه یوه ځمکې ته راغورځي. د یکاولنګ ولسوالی فیروز بهار په سیمه کې چې د سړک دواړو لورو ته د ونو طلایي پاڼې ځلیږي، له موټر څخه راښکته کېږو او د ښکلی طبیعي منظرې د نندارې ترڅنګ، څو انځورونه هم اخلو.

1یکاولنګ: 

غرمې ته نږدې یو چې زمونږ موټر د یکاولنګ ښارګوټی په مرکز کې ودریده، زه او یو تن خپل ملګری سره په اړیکه کې کېږم ترڅو د یکاولنګ د فرهنګیانو او هنرمندانو د لېدو په موخه مونږ سره ملګرتیا وکړي. هغه یې په خوشحالئ مني او عملي کوي یې. د غرمې ډوډئ څخه وروسته یوه بجه ده، کته خانې کلی ته روانیږو او هلته  یو تن یکاولنګي انځورګر او لیکونکی په کور کې چېرې چې هنرمندان، فرهنګیان او د هنر او فرهنګ مینه وال راغونډ شوي وه سره کښینو. هغوی په ورین تندی مونږ ته ښه راغلاست وایي او زمونږ فرهنګي همکاران د ایپسو کانتینر او فعالیت هغوی ته تشریح کوي او په همدې اړه ځینو پوښتنو ته ځواب ورکوي. وروسته بیا، هریو هنرمند د خپل کار په اړه خبرې وکړې، له ستونزو او خنډونو څخه یې یادونه وکړه. زمونږ خوږی خبرې اترې دوه نیم ساعت دوام وکړ او په پایله کې داسې پرېکړه کېږي چې په راتلونکی کې باید لا زیاته همکاري ولرو.

2پنجاب

په سبا باندې د پنجاب ولسوالی په لور مو حرکت وکړ. او د لار په اوږدو کې د هغه خلکو لیدنه کوه چې د ژوند په ورځني چارو بوخت دي. یو ښکلی حس انسان ته راپیدا کېږي کله چې خلک وینو له فقر سره سره، یو دوستانه او سوله ایزه چاپېریال کې یو بل ته نږدې ژوند کوي. کوچنیان له ډېر شوق سره ښوونځیو ته ځي.3 کلیوالي ساده او صمیمي ژوند سړی مجذوبوي. د پنجاب په ولسوالی کې هم د یو تن سندرغاړي په مرسته، د سیمې خلکو سره د خبرو ترڅنګ، مونږ وکړاې شو چې له ۲۰ تنو څخه زیات پنجابي هنرمندانو او فرهنګیانو سره وګورو او د ډمبورې، غېچک او ګیتار په زړه پورې آوازونه چې د ځایی هنرمندانو لخوا غږول کېده ښکلی حس یې انسان ته ورکوه. له پنجاب څخه ورس ولسوالی ته ولاړو.

 

4ورس

هر څومره چې ورس ته نږدې کېدلو، لاره به همدومره غرنی کېدله. د ورس ولسوالی د بابا غر لوېدیځ لور لمنو کې پرته ده، غرنی او سړه سیمه ده او ځینې وخت په ژمی کې د سړه هوا درجه یې تر ۳۰ څخه صفر ته راټیټږی. د خلکو مطلق اکثریت په بزګری او مالداری بوخت دي او د دغې مالداری او بزګری د تولیداتو او محصولاتو په پیسو خپل ژوند مخکې بیایي. برک، نیمڅی، او د بامیانو هزارګۍ ګلدوزي کالي په سیمه کې ځانګړی نوم لري او د افغانستان یو له په زړه پورې او یا د خوښې وړ لاسي تولیداتو څخه ګڼل کېږي.

6 5

د نمونې په توګه بامیان د ښه برک تولید هر متر په ۴۰۰۰ افغانی چې تقریبآ ۶۵ ډالره کېږي ده او د هزارګي سیمیه ایز یو جوړه جامې چې په لاس ګلدوزي شوي دي تقریباً د ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۸۰۰۰ زرو افغانیو پورې رسېږي (چې ۱۵۰ تر ۲۵۰ امریکایي ډالر کېږي). له بده مرغه د مختلفو دلایلو له کبله لکه د دولت نه پاملرنه، مهاجرت، ښارونو او بهر ملکونو ته د خلکو ورتګ، د مالداری لپاره نه پام په ځانګړې توګه د هزارګي پسنو، د بامیان لاسي صنایع په کلکه د له منځه تللو په حال کې دي. هزارګي ګلدوزي کالیو باندې په کافي اندازه پانګه اچونه او د بازار په خوښه یې وړاندې کول، د افغانستان لاسي صنعت ته یوه بله څېره ورکوي.

7 8

د دغې څلور ورځنی سفر په ترڅ کې د بامیان فرهنګي ټیم دا ومونده چې د بامیان د خلکو ترمنځ ځلېدونکي استعدادونه شتون لري چې البته د ځینو دلایلو پر اساس لکه ټولنیز محافظه کاره شرایط، اقتصادي فقر، مهاجرت، بې کوري، لرې پرتو سیمه لپاره فرهنګي او هنري برنامو نه موجودیت له وجی دغو استعدادونو خپل د ځلېدلو فرصت نه دی موندلی. دغه واقعیت د ښځو په اړه لږ څه زیات دی.

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.