هیله او هنر د دره نور په ولسوالی کې

Pix 1د دره نور ولسوالی د ننګرهار ولایت یو له آرامو او امنو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي. دغه ولسوالی د دې ولایت په شمالي برخو کې پرته ده. د دې ولسوالی خلک په پښتو او پشه یې ژبو خبرې کوي او بزګري د خلکو د معیشت تامینونکی ستر تأمینونکي بلل کیږي.  که څه هم د دره نور ولسوالی یو شمېر خلک نورو ولسوالیو او ښار ته د کالیو لېږد رالېږد او خرڅلاو له طریقه خپل عاېد ترلاسه کوي. دغه ولسوالی د ننګرهار یو له ستر جمعیت لرونکی ولسوالیو څخه دی چې نږدې ۱۲۰۰۰۰ نفره اوسېدونکي لري. د دره نور ولسوالی د اوسېدونکو بیا بیا غوښتنې سره سم، د ننګرهار ولایت فرهنګي ټیم پرېکړه وکړه ترڅو د دغې ولسوالی د بمبه کوټ په کلی کې یو فرهنګي غونډه جوړه کړي. په دې اساس یو شمېر زیات فرهنګي فعالین، شاعران او د جلال آباد ښار هنرمندانو هم تصمیم ونیوه ترڅو د فرهنګي کانتینر ټیم ملتیا وکړي.

Pix 2

د شعر ویلو سیالی د دې غونډې لومړی فرهنګي پېښه وه. د دره نور او نورو ولسوالیو زیات شمېر شاعرانو خپل خواږه شعرونه یې په پښتو او پشه یې ژپو وویل. او یو بل ته یې د وزن په رعایت، د قصیدو ښکلا او څېره او عزل ویلو چلنج ورکړ. دغه برخه د شاعران او فرهنګي فعالینو لپاره یو تر ټولو په زړه پورې برخه ګڼل کېده ځکه د هغوی لپاره ډېر کم فرصت پیدا کېږي چې د نورو ولسوالیو له فرهنګیان او شاعرانو سره یوځای کښېني او د شعر ویلو سیالی ترسره کړي.

U

U

دغه برنامې ګرځنده هنري آثارو په نماېش سره دوام درلود. په دغه نندارتون کې مختلف ډول انځورګری، خطاطی او عکاسي هنرونو نندارې ته وړاندې شول. د سیمه ییز اوسېدونکو لپاره دا لومړۍ ځل وه چې داسې یو هنري نندارتون د دوی په کلي کې جوړېږي، له دې کبله، نندارتون یو بې سارې او تازه پدیده وه چې د ټولو پام یې ځانته واړوه.

د دغې برنامې وروستی برخه د (هیلی او هنر) په اړه فرهنګي ډیالوګ او خبرې اترې وې. په لومړی کې ټول د موضوع په اړه حیران ښکاره کیدل. لږ کسانو د امید او یا هيلی په هکله چی د هغوی په ژوند کې څه ونډه لوبوي، فکر کاوه. لیکن ډېر ژر یې علاقمندي وښودله او خبرې اترې یې په اړه پیل کړې. هغوی خپل نظرونه د هیله او یا امید په اړه د کېسو او داستانونو په ویلو سره بیان کړې. د مونږ لپاره ډېره په زړه پورې وه، مونږ ته به یې ویل چې د افکارو تبادله د هیلی په اړه د هغوی لید ته یې تغیر ورکړي او د نن ورځې فرهنګي خبرې اترې د هیلی په هکله یې د هغوی پوهې ته پراختیا ورکړې ده. نن مونږ پوهېړو چې هیله مند اوسېدل څنګه کولی شي په هر ډول شرایطو کې مونږ استوار وساتي. دغه فرهنګي غونډه د خیر په دعا او د ګډونوال خپل هیلو ته رسېدلو سره پای ته ورسېد.

Pix 4 Pix 5

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.