د بامیان فرهنګی پیښه دپوهی په لاره کی

B1په بامیانو کی د څو میاشتو پر له پسی فرهنګی فعالیتونو په پای کې یوه فرهنګی پیښه د تعلیم او تربیی تر موضوع لاندی جوړه شوه، دا پیښه د هغو کلتوری خبرو او اترو پایله وه چی په نوموړی ولایت کی د عامو خلکو د تعلیم او تربیه د اوچتولو او بیداری لپاره د څو میاشتو راهیسی په لاره اچول شوی وه، دا فرهنګی پیښه د یوه اغیزمنی څپی په شان د تعلیم او تربیی په برخه کی په دی ولایت کی ثابته شوه.

د بامیانو په ولایت کې د خلکو مختلفو ګروپونو سره د تعلیم او تربیی موضوع تر عنوان لاندي فرهنګي خبرې اترې د دې لامل شو چې یو تازه بحث په دغه ولایت کې جوړ شي.

دغه فرهنګي پېښه چې د بامیان ولایت په مرکز کې جوړه شوې وه، ټول هغه کسان او ګروپونه چې فرهنګي کانتینر د هغو سره له دې وړاندې کار کړی وه او له هریو سره یې په جلا ډول خبرې اترې کړې وې سره یو ځای کړل او یو شمېر نور یې هم د فرهنګي کانتینر له فعالیتونو څخه خبر کړل. په دغه پروګرام کې یو شمېر زیات کسانو د بامیان فرهنګي کانتینر له الهام سره، د فرهنګي خبرو اترو پیغام یې له ځانه سره خپل د ژوند کولو او ټولنیز ځایونو ته سره یوړل ترڅو د خبرو اترو او تفاهم د رامینځته کولو سره خپلې تعلیمي ستونزې هوارې کړي.

د بامیان فرهنګي کانتینر د زده کړې او روزلو برخه کې له پخوا څخه ډیره ښه تجربه لري او دغه ولایت کې په دغو تجربو او د تعلیمي اړتیاوو آشنایي پر بنسټ یی فرهنګي پېښه جوړه کړه چې په هغه کې بیلابیل فرهنګي فعالیتونه یوځای شوې وه. دغه فرهنګي پېښه له ابتکار او خلاقیت سره داسې همغږی شوی وه چې خلکو د فرهنګي خبرو اترو پیغام یې درک کړ، د پروګرام له بهیر څخه یې خوند واخیست او د پروګرام د پای څخه وروسته، هغوی یې په دې اړه فکر کولو ته وهڅول.

B2B3

د دغې فرهنګي پېښې یوه برخه په لاس لیکل شوي هغه زاړه کتابونه او نسخې وې چې د بامیان ولایت د کلیو او مختلفو افرادو څخه را غونډې شوې وه. د دغو خطي نسخې او کتابونو لیدل ټولو نندارچیانو ته په زړه پورې وه او نه یوازې د انتشار او چاپ د تکنولوژئ د تحول ښکارندوی وه، بلکې د خلکو د فکر کولو ډول او سواد د کچې ښکارندوی هم وه.

د بامیان ولایت ماشومانو د سولې ترانې واورولې، خپل معصومانه امیدونه او هیلې یې د یو سولیز او باثباته هېواد درلودلو پخاطر و چغولې. دغه ترانې د ګډونوالو احساسات یې وپاروه. هغوی له یو عجیب حس سره سولې دپاره خپل تل پاتې هیلې په تصور کې راوستلې.

د دغې برنامې یوه برخه تیاتر وو چې د فرهنګي خبرو اترو له لاری زده کړې او روزلو سره مرسته د موضوع تر لاندې جوړه شوې وه چې ګډونوال یې په مختلفو شرایطو کې د فرهنګي خبرو اترو د اغېزمن درک ته وهڅول او په دې اړه یې له هغوی سره مرسته وکړه. یو تن ګډونوال داسې وویل: «دغه فرهنګي پېښه د خبرو اترو اهمیت یې مونږ ته روښانه کړ. مونږ ته یې دا را زده کړه چی هغه وخت کولای شو د زده کړو پر اهمیت باندې په ژوره توګه پوه شو کله چې خپل ځان او ټولنه وپېژنو.»

د دغې فرهنګي پېښې په پای کې د دمبورې پېژندل شوی غږ او هزاره ګي سیمه ایز موسیقي و غږول شوه. په زړه پورې سیمه ایزه سندرغاړو سندرې د ټولو په خوله کې خندا راوستله او نه هېرېدونکی خاطره یې هغوی ته پرېښوده.B5B4

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.