د بامیان ماراتون

1په افغانستان کې لومړنۍ ماراتون مرکزي سیمو کې د هندوکش ستر او لوړو غرونو ترمنځ د بامیانو په ښار کې په لار واچول شوه. په زړه پورې ښکلې دره، د یونسکو د میراثونو نړۍ چې په هېواد کې تر ټولو مصئون ولایت او په بشپړه توګه د تاوتریخوالی څخه لرې بلل کېږي پېژندل شوی ده. د انګلستان څخه کیت ماکنتوش د بامیانو ۴۲ کلیومتري واټن ماراتون ګټونکی شو او نظیره صیفي ۱۰ کیلومتري ماراتون د ښځینه منډو وهونکو اتله شوه.

د بامیان په ماراتون کې د افغانستان په ګډون له ۶ نور هېوادونو څخه منډې وهونکو ګډون کړی وه، انګلستان، بلجیم، امریکا، فرانسه او سریلانکا. بامیان ماراتون د انتامید بوردرز او ابریشم لارې سیاحتي شرکت لخوا په لار اچول شوی وه او هدف یې په دغه ولایت کې توریزم ته د ودی ورکول وه، دا  هغه ولایت دی چې د نړۍ تر ټولو ستر ولاړ بودا او د غلغلې او زهاک لرغونې  ښارونه پکښې شتون لري.3

ماکنتوش، د دغې ماراتون اتل وویل چې هغه په لسو مختلفو هېوادونو کې لسو ماراتونونو کې منډه وهلې ده. زه ډېر علاقمند وم چې د بامیانو په ماراتون کې منډې ووهم او دا کار مې وکړ. د ماراتون ریفري جیمز وویل، د ورزش مخکې وړلو لپاره، بامیان یو سوله ایز او مناسب ځای دی.2

د بامیانو والي هم د دغې لوبې هرکلی وکړ او وعده یې ورکړه چې هغه به په دوامداره توګه د هغه ابتکار ملاتړ وکړي چې په دغه ولایت کې ورزش او توریزم ته وده ورکوي. هغه وعده ورکړه چې د بامیان ولایت څخه هر ورزشکار وکولای شي په هرې ورزشي لوبه کې نړیوال اتلولي ترلاسه کړي، نو هغه ته به یوه نومره ځمکه ورکړي. د بامیانو بل ماراتون به د ۲۰۱۶ کال په منی کې ترسره شي.4

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.