د بلخ بنګړیوالان

Pix 1افغانستان نه یوازې چې د هغه جیوپولیتیک موقعیت له وجې چې ختیځ، لوېدیځ، سویلي او مرکزي آسیا هېوادونه یې سره وصل کړي اهمیت لري، بلکې د تاریخ له نظره افغانستان د مختلفو فرهنګونو او مدنیت د تلو راتلو لاره هم اوسېدلی. تاسې کولای شئ چې د افغانستان د مختلفو ښارونو د اوسېدونکو فرهنګي او دودیز مشابهتونو ته د هند شبه قارې اوسېدونکو له فرهنګ او د پارس فلات او منځنی آسیا سیمو خلکو دودونو ته متوجه شئ. د هېواد لوېدیزې سیمې اوسېدونکي د ایران د بلوچستان سیستان او خراسان اوسیدونکو سره د پام وړ فرهنګي یو رنګوالی لري او د افغانستان ختیځ او سویلي ښارونو اوسیدونکي د پاکستان له شمالي او لویدیز او د هند له ختیځې سیمې سره تر زیاته حده فرهنګي یووالی لري او همدارنګه د هېواد مرکزي او شمالي ولایتونو اوسېدونکي د منځنی آسیا مختلف ملتونو سره د پام وړ فرهنګي مشابهت لري. البته دغه فرهنګي یووالی او مشابهتونه ځانګړی ولایاتو ته محدود نه دي بلکې د هېواد په سترو ښارونو کې لکه کابل، مزارشریف، هرات، کندهار، جلال آباد او غزني کې مختلف قومي او مذهبي ګروپونه خپل فرهنګي ځانګړتیاو سره ژوند کوي.

Pix 2

د نمونې په توګه د افغانستان خلکو ترمنځ په لاسونو کې بنګړي اچول ستر رواج دی، دا هغه فرهنګي ځانګړتیا ده چې ریښه په سویلي آسیا کې لري په خاصه توګه د هند په شبه قاره کې. ځانګړی قومي ګروپ په نوم دې (جټان) د افغانستان په سترو ښارونو کې د مختلفو بنګړیو په خرڅلاو مصروف دي او له دې لارې معاش ترلاسه کوي. د بلخ په ولایت کې د خپل کار او بار لپاره کوم ځانګړي ځایونه نلري. هغوی زیات وخت د لاس پلورونکي په توګه کار کوي او په معمول ډول خپل د کالیو پلورولو په موخه د ښار هغه ځایونه غوره کوي چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کښې وي. له هغه ځایه چې بنګړي یو ښځینه زیور دی، نو ښایي همدا یې دلیل وي هغه ځایونو کې چې بنګړي پلورل کېړي نو پلورونکي یې ښځې دي او ډېر کم لیدل کېږي چې نارینه په دغه سودا کې له ښځو سره یوځای بوخت وي. بنګړي له مختلفو رنګونو او ډیزاین سره خرڅلاو ته وړاندې کېږي چې زیات یې له پلاستیک او ځینې یې له ښېښو او نورو موادو څخه جوړیږي.

Pix 3

بنګړي د عمده پلورونکي شرکتونو لخوا د سویلي آسیا هېواونو لکه پاکستان، هند، نیپال او بنګلادیش څخه افغانستان ته راوړل کېږي بیا وروسته یې په جټانو باندې پلوري. پرچون او یا لاسي پلورل یې نسبتاٌ ستونزمن کار دی چې د پېرېدونکي د جذبولو لپاره ځانګړی ارتباطي مهارتونو ته اړتیا لري. په دغه برخه کې د بلخ ولایت بنګړیوالان تر ټولو ښه دي. هغوی خپل د پېرېدونکي اړتیا، ذوق او سلیقه تشخیصوي او په همدې اساس خپل پېرېدونکو ته ورځي او د هغوی پام ځانته را اړوي. بنګړي پلورل هغه محدود کار دی چې مطلقاٌ د ښځو لخوا پر مخ یوړل کېږي.  دغه یو پخوانی دود دی چې ښایي لسیز او یا هم پېړئ لرغونتیا ولري. لیکن د فیشن نوی سبک او خلکو د اغوستلو تمایل نوي سبک باندې، د بنګړیوالو بازار ته یې شدید زیان اړولی او د هغوی عاید د پام وړ را ټیټ شوی دی. لیکن تراوسه هم زیات شمېر ښځې بنګړي پېري او د خوښئ په محفلونو کې او کورنیو جشنونو کې ترې استفاده کوي.

Pix 4 Pix 5

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.