بودا ښځینه کافي؛ د چای څکلو او خبرو یو د خوښې وړ ځای

pic 1د بامیان په دره کې د بودا مجسمې ته څېرمه یوه ښځینه کافي ده چې د (بودا کافي) په نوم یادیږي او د یو محلي ښځینه تاجرې لخوا پرانستل سوې ده (خدیجه احمدي). د کافي د سرویس ټیم ټول ښځینه دي او یوازې ښځینه میلمانه ورځي. د نوشابه او خواړو خوند، دیکوریشن، د فضا آرامتیا او د بودا منظره په صنعت کې دغه کافي ته نسبت نورو رقیبانو ته ښه موقف ورکړی.

کافي ته په ننوتلو سره یو ښه احساس درځي: د کافي مودب او با سلیقې ښځینه کارکوونکي، ښه دیزاین سوي میزونه او د کښېناستو راحت ځای بې څاری دی. د بودا کافي هغه خواړه وړاندې کوي چې د ښار په مرکزي عادي رستورانوکې نه پیدا کېږي. شامامه او سلسال بودا ته څېرمه موقعیت لري چېرې چې په پسرلی او منيي کې هره ورځ په سلګونه نندارچیان ور دانګي. اوس د کافي اداره دا تصمیم نیولی چې انترکانتیننتال خواړه چمتو کړي ترڅو زیات شمېر سیلانیان او بهرنیان ځانته جذب کړي.

که څه په ښار کې زیات شمېر نور کافي ګان هم شته، خو د بودا کافي زیات ښځینه مشتریان یې راجذب کړي دي، ځکه چې باکیفیته خدمات لري او آرامه فضا. فاطمه د بودا د کافي یو تن مشتري وایي: هرڅه خالص د بامیان د خواړو او فرهنګ خوند لري، له خواړو څخه نیولې تر دیګوریشن او د کارکونکو کالیو پورې. خوشحاله یمه چې دا فرصت مې پیدا کړ ترڅو خپلو ملګرو سره په دغې راحته چاپېریال کې د ماښام دوډئ وخورم او یو بل سره خبرې وکړو، دغه ځای چې ټول خدمات یې د ښځينه کارکونکو لخوا وړاندې کېږي. فاطمه او د هغې دوستان تقریبآ هره د اونی آخر دغې کافي ته راځي، چای څکلي او یو بل سره کیسې وایي. pic 2 

د بودا کافي د مدیریت او خدماتو ټیم د HELP انجو لخوا سرپرستي کیږي او هدف یې په بامیانو کې د رستورانټ صنعت ته وده ورکول دي. د HELP انجو زیات شمېر ښخينه کارکونکي او موسسانو ته یې تریننګ ورکړی ترڅو رستورانونه وچلوي. په هېواد کې د سیلانیانو د مرکز په توګه، لوی فرصت دی چې په بامیانو کې د رستورانت، هوټل او د توریزم صنعت ته وده ورکړل سي. په ښار کې د بودا کافي یوازنی د ښځو کافي نه ده، بلکې لومړنی ښځینه موسس لخوا پرانستل سوی کافي بلل کېږي. د بامیانو د ښار په مرکز کې یو بل ځانګری ښځینه رستورانت هم شته چې د زهرا نرین لخوا جوړ سوی دی. زهرا نرین غواړي چې د بامیان په دره کې د خواړو د صنعت او رستورانت سوداګره سي. هغه د بنو رستوارنت مالکه ده. بنو رستورانت د کورنیو رستورانت دی چېرې چې یوازې ښځې او کورنیو ته سرویس ترسره کیږي.

زهرا پلان نیولی ترڅو د خواړو تولید شرکت جوړولو په موخه د بامیانو په ښار کې بازار موندنه وکړي. زهرا باور لري چې محلي خواړو او سرویس دپاره ستر بازار موجود دی په ځانګړې توګه سپرلی او مني کې، چې په زرګونو افغانان او بحرني اتباع د بامیان څخه لیدنه کوي. د زهرا د وینا پر اساس، په زرګونو بېکار کارکونکي او د بازار په لوړه کچه غوښتنه موجوده ده، نو په دې لحاظ د موسسینو ددپاره یوه ستر فرصت دی چې سلګونو هغه کسانو دپاره د کار زمینه برابره کړي چې د بيکارئ څخه سر ټکوي.pic 3

جدیجه احمدي، د بودا کافي منیجره وایي، بامیان هر کال په زرګونو سیلانیان ځانته جذبوي. لیکن هیڅ ډول تاسیسات لکه سړک، برق، او داسې رستورانونه چې باکیفیته خدمات وړاندې کړي وجود نلري. نو مونږ ځکه باید د خدماتو کیفیت اوچت کړو ترڅو زیات شمېر لیدونکي جذب کړو. 

مېرمن احمدي وایي مونږ غواړه چې دې مفکورې ته وده ورکړو چې ښځې هم کولای سي موسسینې واوسې او دا موفقې قضیې ښکاره کړو ترڅو نورې ښځې هم د سوداګري فرصتنو څخه ګټه واخلي. ښځې د کوچني او ستر فعالیتونوترسره کولو لطریقه  کولای سي چې ټولنیز او اقتصادي له لحاظه ځان تقویت کړي. د ښځو تقویت نه یوازې یو فرهنګي مسآله ده، بلکې له هرڅه نه مخکې یو اقتصادي موضوع هم ده. که چېرې مونږ یو شمېر زیات ښځینه سوداګر موسسین ولرو، نو مونږ به یو سولیز ژوند او کورنی او ټولنه کې به ډیر کم تاوتریخوالی ولرو. هغې د افغان ښځو څخه وغوښتل چې سوداګریز فرصتونه راګیر کړي، چې د ښځو د تقویت قوي اساس او په هېواد کې د باثباته پرمختګ بڼسټ جوړوي.

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.