مس ګري په بلخ کې: له هېره وتلی صنعت لېکن خورا ارزښتمنده

1 Bد مس ګړی صنعت له ډیرو وختونو راهیسې، په بلخ کې چلېده چې له مس څخه به یې د ضرورت وړ شیان تولیدول او د لسګونو کسانو لپاره د عاید او کار سرچینه وه. په تېرو پېړیو کې دغه صنعت له نورو صنعتو سره یوځای په بلخ ولایت کې ډیره مرسته کوله چې دا ښار یی یو له سوداګریزو مرکزونو څخه بلل کیدو او د سوداګری د کاروانونو د تګ راتګ لاره هم وه. په وروستیو لسیزو کې دغه صنعت د تېرو پېړیو له اهمیته وغورزیدو، لیکن د بلخ فرهنګي هویت او د تاریخي څېرې په ساتلو کې یی مهم رول درلود.

هغه مس ګران چې پخوا د ښار د ضرورت وړ لوښې یې جوړ ولې او هره ورځ به ورته د مسي لوښو مختلف ډول فرمایشونه راتلل، اوس ډیر لږ کسان له هغوی څخه لیدنه کوي. د هغوی روزګار د ناوو لپاره د مسی لوښو ډالی ښه بازار جوړ کړی وه. لیکن اوس هیڅ کومه ناوې د مسي لوښو اخیستو لپاره د هغوی دوکان ته نه ورځي.

۶۵ کلن حاجي رحیم، یو له دغو مسګرانو څخه دی چې وایي د هغوی کار د افغانستان په شمال کې له بازاره غورځېدلی. هغه وویل:« په تېر وختونو کې ډیری خلکو په خپلو کورونو کې له مسي لوښو څخه استفاده کوله، لیکن نن، د پلاستیکي لوښو او نور شیانو واردېدل  چې په بازار کې په ارزانه بیه پلورل کیږي، زمونږ کار یې په ټپه درولی.»

حاجي رحیم وایي هغه مسي لوښې چې دوی جوړوي ‌ډېر ښکلي دي او په هغو کې کېدای شي چې د خراسان تزئیني او دودیز هنري شیان وموندل شي. هغوی د انځورونو له طبیعي رنګ سره خپل په لاس جوړ شویو لوښو ته ښکلا ورکوي. هغه وایي چی په پخوا وختونو کې ډیر کسان په دغه کار بوخت وه، او د خلاقیت په ښکاره کولو او د کیفیت لوړوالي په موخه له یو بل سره به یې سیالي کوله.

محمد جمیل هغه پیالې چی په لاس کی یی ده، په اشارې سره وایي:« په تیرو وختو کې خلکو په خپل کورونو کې به یی له چاینک، پیالې، قابونو، کاسې او مسي تشتونو څخه کار اخیسته.»

جمیل وایي:« مونږ پوهېږو هغه شیان چې تولید کیدل اوس ګران دي. دلیل یی دا دی چې د لاس کار دی. زمونږ د کار وسیلې چکش او سندان دي. دغه کار انرژي او زیات وخت غواړي، لیکن کیفیت یې عالي دی.»

افغانستان یو تر ټولو لوی د مسو کان لري. لیکن د مسګري صنعت په دغه هېواد کې له درېدلو سره مخ دی.

د بلخ ولایت اوسېدونکي وایي چې بلخ د سیمې د تمدن پلازمینه او یو تاریخي ښار دی. دودیزې صنایع او د دغه ښار فرهنګي نښې او نښانې د ښار د تاریخي هویت او د ژوند د مختلفو ډولونو ښکارندوی دی چې باید وساتل شی.2 Blkh

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.