په جوزجان کې فرهنګي ورځ

1د افغانانو فرهنګي ورځ، په جوزجان ولایت کې د ایپسو فرهنګي ټیم یو ابتکار را منځ ته کړ او په دغه ولایت کې یی فرهنګی او هنری ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره په ګډه ولمانځله. زیات شمېر خلکو ګډون کړی وه. ځینو د خپلی ټولنې د دودیزو ترکمني، ازبکي، تاجکي او افغاني کالیو په اغوستلو سره وړاندې کړې. په دا پېښه کی مختلف فرهنګي فعالان او ګروپونه سره یوځای شول ترڅو ستیج باندې خپل هنري فعالیت او کارونه نندارې ته وړاندې کړي.

د ننداره چیانو لپاره زیات شمېر هنري فعالیتونه لکه رسامي او نقاشي نندارې ته وړاندې شول. سندرغاړو محلي سندرې وویل او د کوچنیانو یو ګروپ د سولې په اړه خپله سندره هم وړاندی کړه چې د ګډونوالو تود هرکلی سره یوځای وه. یوتن ګډونوال وویل، زه د هغه ورځ په هیله یم چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سولې احساس وکړم او له همدی کبله مونږ د سولی مستحق یو.2

د فرهنګي ورځې هدف دا وه چې د ځوان هنرمندانو هنري فعایت وښودل شي او د هغو خلکو په منځ کې چې د ترور او جګړې سیورې لاندې ژوند کوي د سولې یو احساس رامنځته کړی. که څه هم جوزجان د سولی له پلوه یو ډاډمن ولایت دی، لیکن د جګړې سیوری په هېواد کې ټولو خلکو باندې اغیزه لرلی ده.3

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.