ښه خبر رسېدلی چې نور به یوه ورځ هم غمجنه نوي

«ناهیلی زمونږ لپاره یو واقعي ماته رامنځ ته کوي. له همدې کبله مونږ نشو کولای چې خپل ژوند کې ناهیلی ومنو.» دا د نسیم علیزاده خبرې دي، پخوانی معتاد چې اوس د اعتیاد پر وړاندې د”  مور مبارزی  “په کمپ کې د سلاکار په توګه کار کوي. ټولو د نسیم خبرو ته غوږ نیوه او دا چې هغه څنګه وسو کړای چې د مهاجرت نه زغملو ستونزو او قاچاق برسېره بېرته افغانستان ته ستون شي. هغه بیا وروسته د پولسو لیکو ته ولاړ او د یوې چاودنې په پاېله کې یې یوه پښه له لاسه ورکړه او د خپګان او ناهیلی په دام کې ولوېد او مخدره توکو ته یې مخه کړه. تر هغه چې د مور کمپ لخوا د پل سوخته لاندې نه بېرون کړای شو او ورو ورو بېرته عادي ژوند ته یې مخه کړه. که څه هم د مخدره توکو د اعتیاد سابقه لري لېکن وایي چې هیڅکله هم خپله هیله مې په بشپړه توګه له لاسه ندی ورکړی. دی هغه ډلې ته چې د ده پر وړاندې په ځانګړې توګه ځوانان ولاړ دي وایي که چېرې د ناهیلی په دام کې ګیر پاتې نشو، نو کولای شو چې خپل په ژوند کې کومې هیلې او غوښتنې چې لرو هغه ته ورسېږو.

Pix 1نسیم په داسې حال کې چې د سلګونو آورېدونکو او لیدونکو تر مخه ناست وو او خپل د ژوند ترخې او خوږې کېسې یې کولی، کوښښ یې کاوه چې د هیلی لمبه د هغوی په وجود کې روښانه وساتي او هغوی پوه کړي چې د ژوند په میدان کې هېڅکله هم مایوسه نشي. هغه اوس یو معتاد ندی او کوښښ کوي چې د هیلی ورکولو سره نور معتادان بېرته عادي ژوند راوګرځوي.

وروسته له دې چې د نسیم خبرې پای ته ورسېدې، د نویو ځوانانو انجونو یو ټیم د شعر په زمزمه کولو سره استیج ته راوختلې او د ټولو پام یې ځانته راواړوه.

نن د پرون څخه زوړ سوی یې او له سبا څخه ځوان…

که چېرې یوه شېبه داسې وي چې تاسو خپل هیلو ته رسېږئ،

هغه شېبه نن دی…

پرون تېر شو،

سبا تر اوسه ندی رارسېدلی.

فقط همدا نن ورځ لرې

Pix 3 Pix 2

د انجونو اجرا دومره په زړه پورې وه چې د ټولو ګډونوالو پام یې ځانته اړولی وه او ټولو په ځیر سره ورته غوږ نېوه. د انجنو ښکلی نغمه د امېد شمعه یې د آورېدونکو په زړونوکې روښانه کړې وه.

خوشحاله شېبې د هیله مندی په ژورو کې.

زیات شمېر ګډونوالو وروسته له دې چې د شپون او د پسونو بع بع یې واورېدل نو ټکان یې وخوړ. د هغوی زیات شمېر لپاره ښایي چې دا لومړی ځل وه چې د نانځکو د تیاتر نندارې ته کښېناستل. ټولو خپل ځېرک تیلفونونه خپلو لاسونو کې ونیول او ویدیو اخیستلو ته یې پیل کړ. د غونډیو شنه لمن او د پسونو په لیدلو سره په مینه ناک شول. د تیاتر «دروغجن شپون» لیدلو څخه وروسته ډېر ښه پوه سول چې د هیلی ورکول خپل شاوخوا خلکو ته په یو ډول سره انګېرنه او انرژي بلل کېږي.

Pix 4

د فرهنګونو وحدت، او د سولی او دوستی لپاره هیله

مختلفو قومونو هنرمندانو لخوا د مدرن، کلاسیک او عامیانه موسیقی ترسره کول، یو بل ډول او څو اړخیزه فرهنګیزه او دوستانه چاپېریال یې ګډونوالو ترمنځ جوړه کړی وه. ټولو ډېر ښه په ذوق سره موسیقی ته غوږ نیوه او سندرغاړو سره به یې په لاس پړقوالی ملګرتیا کوله. په داسې حا کې هنرمندانه نړۍ یې په خپلو ذهنونو کې ګرځاوه او د نویو استعدادونو سندرو ته به يې ښه په ځیر سره غوږ نیوه.

فرهنګي برنامو له لاری د امېد د فرهنک وده او ځواک ورکونه

حمید ۲۲ کلن ځوان چې همدې برنامې کې کډون یې کړی دی مونږ ته وایي: « غم او خپګان د ناهیلی لامل ګرځي. تر دې دمه ټول هغه څه چې مې نن واورېدل او ولیدل زما په خیال کې هم نه وو. بلې، نن ما زده کړل چې هیله یوازې یو خوب او یا هیله نده بلکې زمونږ د ورځنی دندې یوه برخه ده ترڅو کوښښ وکړو چې د ناهیلی په دام کې د لوېدو څخه وساتل شو او د هری وسیلې په کارونې سره باید هیله خپل ځان کې ژوندی وساتو. هیله مند اوسېدل یوازینی لاره د خوشحالیو اوسېدلو لپاره ده چې بریا هم ورسره وی، او شاید هم یوازینی لاره همدا وي.»

محمد اصغر یو بل ځوان چې پدې برنامې کې یې کډون کړی وایي: « زه داسې ګومان کوم چې د نن ورځې برنامه یوازې تفریح او د خندا لپاره نه وه. زه په رښتیا سره چې خپل ځان کې تغیر احساسوم.»

Adobe Photoshop PDFد انځورونو نندارتون د دې هنري برنامې یوه بله ارزښتناکه برخه وه. لکه د برنامې نورې برخې د انځور د نندارتون محوري موضوع هم هیله وه. د انځورونو نندارتون نه یوازي د هنري لحاظ څخه لیدونکو ته په زړه پورې او ښکلی وه بلکې د هیلی حس یې هم لیدونکو ته د خوښې وړ وه.

د تاوان او ماتې ژورتوب په ناهیلی او خپګان کې پروت دی.

دغه هنري پېښه د تاج بېګم په کافه کې په لار اچول شوی وه چې یو زیات شمېر شاعران، هنرمندان، لیکوالان، خبریالان، ښوونکي او زده کونکو په کې ګډون درلود. د دغې کافې زیات شمېر کارکوونکي پخواني معتادان دي چې د مور په کمپ کې بېرته یې درملنه شوې ده. دغه پېښه د هغوی لپاره ډېره هیله لرونکی وه. هغوی یوه خوشحاله ورځ درلوده او په ښه توګه یې زده کړل چې څنګه له شک او ناهیلی سره مبارزه وکړي.

Adobe Photoshop PDF

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.