غیچک د دره غورځېدل

د مالستان موسیقي د افغانستان مرکزي لوړو سیمو (هزارجات) کې مشهوره ده. مالستان د غزني ولایت یوه ولسوالی ده. غیچک او دمبوره تر ټولو مشهور او کارونکي آلې دي چې د سندرغاړو لخوا غږول کېږي. د ملستان د موسیقي طلایي دوره ۱۹۷۰ م کال ته ورګرځي، کله چې د لومړنۍ ښځینه سندرغاړې سندره د خلکو په منځ کې مشهوره شوه. دلارام چې د ابي مرزا یعنې(د مرزا مور) په نوم یادیږي لومړنی ښځینه سندرغاړې وه چې خپلو سندرو سره د خلکو په منځ کې ووتله. نورو ښځینه سندرغاړو نشو کولای چې خپلې سندرې په خلکو واوروي ځکه پر هغوی مذهبي نفوذ لرونکو او محافظه کاره مشرانو لخوا بندیز لګیدلی وه.1

 ابي مرزا وروسته له دې چې خپلې سندرې یې نشر کړې نو د څو ورځو لپاره بندي شوې وه. وروسته له دې چې هغه له بنده خوشې کړای شوه، بیا و نتوانېدله چې په مالستان کې نورې سندرې ووایي. هغې پرېکړه وکړه چې باید مالستان پرېږدي او کابل ته راشي. هغه کابل ته راغله او له نورو سندرغاړو سره یې کار پیل کړ. د هغې د سندرې او موسیقي سبک د یو نوي ستایل اوسبک په توګه وپېژندل شوه چې د (ابي مرزا په نوم یادېده).

هغې د کابل سړې جکړې پیل تر وخت سندرې ویلې بیا وروسته پاکستان ته ولاړه او هلته یې ونشو کړای چې سندرې ووایي، لیکن بو بل سندرغاړی سفدر مالستان د هغې د سندرو سبک ته دوام ورکړ. سفدر علي مالستاني د ابي مرزا د سندرو سبک په ډول سندرې ویلې. خلکو به د ابي مرزا او سفدر علي مالستاني د سندرو تفکیک نه شوکولای. ابي مرزا د سندرو یو نوی سبک اختراع کړی، هزاره ګي محلي موسیقي چې اوس خپله د هغې په نوم یادېږي.

نوده: د غیچک دره او د مالستان د موسیقي کانون

د مالستان تر ټولو نامتو د موسیقي مرکز د نودیه کلی په نوم یادېږي. په دغه کلی کې ډیری خلک غیچک او دمبوره لري. نودیه د زیات شمېر ښځینه او نارینه سندرغاړو کور دی. د مالستان موسیقي وتوانېده چې په دغه کلی کې پرمختګ وکړي څرنګه چې د دغه کلی کم شمېر محافظه کار مشران درلوده او خلک یی د موسیقي او سندرو ویلو په برخه کې آزاد وه. ابي مرزا د نودیه د کلی یو نږدې ځای څخه وه. د نودیه موسیقي کارونکي غیچک څخه به زیات کار اخیستلو. غیچک څخه به یې تراژید سندرو لپاره کار اخیستو ځکه د غیچک ریتم او آواز تراژید سندرو سره ډیر نږدېوالی لري.

انترنټ او د مالستان موسیقي نسکورېدل

3د ملستان موسیقي د سرګرمي نوي کانالونو رامنځته کېدو تر دی دمه چې بازار ته وړاندې شوي دي ځلېدو.خو په افغانستان کی د انترنټ او تلویزیون راتلو سره، دغه تمایل تغیر ومومه. ځوان نسل اکثراٌ د سرګرمي نړۍ کشفولو په موخه انترنټ ته مخه کړې ده، څرنګه چې محلي سندرغاړې او فرهنګي فعالانو محلي موسیقي یې له نویو آلاتو سره  نه ده یوځای کړی، نو دودیزه موسیقي خپل جذابیت له لاسه ورکړ. که څه هم مالستاني سندرغاړو کوښښ وکړ چې له نوي او مدرن آلو څخه لکه کاسیو او پیانو کار واخلي، لیکن هغوی ونشوی کړای چې د سندرو او موسیقي آلو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.

یعنې په دې نتیجه رسېږو چې انترنټ او تلویزیون د مالستاني موسیقي په تدریجي ډول له منځه وړلو کې ونډه لري، که څه هم زوړ او منځنی نسل لا اوس هم دودیزه موسیقي سره علاقه لري، لیکن د ځوان نسل یوه لویه برخه دومره علاقه ورته نلري. ۷۰ کلن رمضان یو مالستانی اوسېدونکی وویل: زه د غیچک او دمبورې څخه په زړه پورې خاطرې لرم. هغه زیاته کړه، چې زه د ځوانی څخه تر دې دمه د ابي مرزا سندرو ته غوږ نیسم. هغه وخت کم شمېر ټیپ ریکاردر او کسیټونه پیدا کېدل. ځوانانو به یوازې په محفلونو او غونډو کې موسیقي ته غوږ ايښوده. 
2لکه څنګه چې دلارام مخ په زړېدو دی، نو مالستاني موسیقي هم لمنځه ځي. اوس، دلارام هغه د ۴۰ کالو وړاندې دلارام نه دی چې مذهبي محافظه کاره مشرانو لخوا زندان ته واچول شي. هغه یوه محترمه ښځه ده. پخوانی نسل د هغې سندرې یی خوښولی، او ځوان نسل هغې ته محلي موسیقي کې د انقلاب راوستلو لپاره احترام کوي. هغوی داسې فکر کوي چې هغې د نورو ښځینه سندرغاړو لپاره کړکی پرانستله. وروسته له نیمې پېړۍ، کم شمېر خلک پیدا کېږي چې موسیقي باندې بندیز ولګوي، ځکه چې ارزښتونو تغیر ومند او د فرهنګ په اړه د خلکو پوهه لوړه شوه.

4

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.