بامیان ولایت کې د نوروزي اتم فیستوال غونډه جوړه شوه

Pix 1د منی او ژمي په فصلونو کې، بامیان د ډېری سوړوالی له امله غلی وي، لیکن د نوروز او پسرلی راتګ سره ښکلا بیا را ژوندی کېږي. غونډی او غرونه شنه کېږي، کرنیزې ځمکې د کچالو او غنمو په ګډون ټولې دشتې تر پوښښ لاندې راولي او د سپیدار او صنوبر ریښې بېرته د آسمان په لور پورته کېږي. په بله وینا، بامیانو کې ژوند له پسرلي سره پیلېږي. او خلک په کلیو او بانډو کې په بیلابیل ډول د نوروز او پسرلي راتګ لمانځي.

Pix 2

سږ کال د بامیان ښار په مرکز کې د ایپسو فرهنګي کانتینر لخوا د دغه ولایت اطلاعات او کلتور ریاست په مرسته او نورو فرهنګي بنسټونو په همغږی سره، په دې ولایت کې د نوروزي اتم فیستوال ولمانځل شو. دغه فیستوال د بامیان بودا مجسمو خالي ځای ته مخامخ سیمه کې جوړه شوې وه. په دې برنامې په سلکونو ګډونوالو ګډون کړی وو چې د هنرمندانو څخه نیولې تر موسیقي غږونکي، شاعران، لیکوالان، د پوهنتونونو زده کوونکي او ښوونکي، دولتي او غیر دولتي مسئولین او چارواکي او د سیمې اوسېدونکو پورې وه.

Pix 3

موسیقي، سیمه ایز نڅا، د لاسي او هنري صنعت ننداره، تیاتر او تفریحي نماېش، شعر او د کېسی ویل او داسې نور په زړه پورې لوبې ګډونوالو ته یې دغه برنامه ډېره په زړه پورې کړې وه او هغوی ته بی سارې وه. هرکال د نوی کال او نوروز راتلل له سیمه ایز مختلف دود او رواجونو سره لمانځل کېږي.

Pix 4 Pix 5

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.