د اتحاد ننداره

1له ټولو څخه یوه بهتره لاره چې د جګړې څپلو هیوادونو کې رواني او روحي ناوړه پاېلو سره مقابله وشي، د خلکو ترمنځ د فرهنګي خبرو اترو بیا ترویج، د هنر او فرهنګ وده ګڼل کیږی. خلک د ډیالوګ څخه په استفادې سره کولای شي چی د یو بل په نسبت منفي قضاوتونه او شکونه او غلط فهمی له منځه یوسي او د هنرونو څخه په استفادې سره لکه نقاشي، عکاسي او موسیقي کولای شي چې د هنر په قالب کې خپل نا ویل شوي دردونه خلکو ته ووایي او په  همدې ترتیب خپل ځان د جګړې له عقدو او د هغه تروماتیک پایلو څخه وژغوري.

د جوزجان فرهنګي کانتینر د مختلفو ټولنیزو ګروپونو ترمنځ د فرهنګ او هنر د ودې، فرهنګي او هنري استعدادونو د کشف او روزنې، فرهنګي ډیالوګ او خبرو اترو او د ژبې ودې په موخه رامنځ ته شوو. د یو کال په اوږدو کې د دغې مرکز فرهنګي فعالیت توانېدلی چې د اغیزی وړ ټولنیز محبوبیت ترلاسه کړي او د فرهنګي فعالیت ترڅنګ، د نوي هنري استعدادونو کشف او د فرهنګي خبرو اترو زیاته زمینه برابره کړي.

2

په همدې منظور، د جوزجان فرهنګي کانتینر کلنۍ محفل هم د نقاشي، رسامي، میناتوري، د حماسي سرود قرأت او محلي هنرمندانو کنسرت ته ځانګړی شوی وه. په دغه نندارتون کې ۱۵۰ هنري اثر نندارې ته وړاندې شول چې د ښونځیو د زده کوونکو په ګډون د نقاشي، رسامي، میناتوري او خطاطي هنرمندانو آثار په کښې نندارې ته وړاندې شول. ډیري دغه آثار د سولې، فرهنګ او د یو بل قبلولو ماهیت درلود او داسې کسان یې نندارې ته وړاندې کړل چې د افغانستان مختلفو قومونو او ټولنیزو ګروپونو فرهنګي او دودیز جامې یی په ځان کې وې.

3محمد طاهر سروری یو له دغو هنرمندانو څخه دی چې خپل آثار یې نندارې ته وړاندې کړی وه، هغه وویل: ”هغه څه چې زما په ذهن کې تاوېږي او د خلکو لپاره یو ښه پیغام وي بیا نو هغه د نقاشي او رسامي په قالب کې د یو پیغام په توګه خلکو ته رسوم “هغه چې له ۷ کلنی لومړی رسامي او بیا یې نقاشي ته مخه کړې ده، زیاته کړه چې له دې طریقه غواړی چی له یو لوري خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي او له بل لوري خپل د آثار پلورلو سره ځینې اقتصادي ستونزې هم تأمین کړي.

4په سلګونو نندارچیان د ښځو، نارینه، زاړه او ځوانانو په ګدون دغه محفل کې حضور درلود. هنرمندان یې د لاسونو په پړقولو سره تشویقول. ډیری محلي سندرې چې په مختلفو ژبو لکه دري، پښتو، ازبکي او ترکمني وویل شوي، د محتوا له نظره اتحاد، یوبل منل، تساهل او دوستي باندې متمرکز وه.

خجسته قیام یو تن له نندارچیانو څخه وویل: د یو هېواد فرهنګ د هغه د اصلي ثروت ښکارندوی دی او د داسي نندارتون او کنسرتونو پرانستل کولای شي چې د ځوانانو پر مخ نوي لارې پرانیزي او هغوی منفي پدیدو ته مخه کولو څخه منع کړي.

5هغې زیاته کړه چې د دغه ډول محفلونو جوړول، د ښځو لپاره د هنري کارونو د پروسې زمینه برابروي او ښځې او انجونې هم کولای شي چی په داسې برنامو کې ګډون وکړي او د بومي فرهنګ او کلتور په وده ورکولو کې برخه واخلي.

حیات الله کمال یو تن محلي سندرغاړی وویل چې حکومتي پخواني او اوسني مسؤلینو د محلي موسیقي د ودې په برخه کې هیڅ کار نه دی کړی، محلي موسیقي د رکود په حال کې دی او امنیتي له نظره هم د محلي موسیقي ودې لپاره زمینه برابره نه ده.

کمال وویل: زه د محلي موسیقي سندرغاړی په توګه د شبرغان ښار محدودې څخه پښه باندې نشم کیښودلی.

6عظیم الله رحمانیار د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل چې فرهنګي کانتینر د موسیقي په وده کې ګامونه پورته کړي دي. هغه دا هم وویل چې فرهنګي کانتینر کوښښ کوي ترڅو د موسیقي هیر شوی استعدادونو پیدا او نور داسې هنرونه او کاري پروګرامونه پلی کړي او هغه کسان چې په دې برخه کې په یو ډول سره تر انزوا لاندې راغلي او له هېره وتلي دي، د موسیقي او نورو هنرنو په برخه کې د هغوی د بېرته راستنېدو زمینه برابروي.

7محمد ظاهر احمدي د جوزجان پوهنتون د پوهنې او روزني د پوهنځی د څلورم کال زده کوونکی چې خپل نقاشي آثار یې دلته نندارې ته وړاندې کړی وو آزادي رادیو ته وویل: د هنري آثارو ننداره او د هر ملیت رسم او رواج او په مختلفو ژبو د محلي موسیقي وړاندې کول د یوبل منلو ښکارندوی دی. زه خپله د غزني ولایت هزاره قوم څخه یم او یو کوچنی رسم چې د ترکمن قوم یو ماشوم دوتار په لاس کې لري او هغه غږوي مې رسم کړی او نندارې ته مې وړاندې کړو او د نندارچیانو د پام وړ وګرځېدم. نن ورځ ماته یوه ډېره په زړه پورې ورځ وه.

89

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.