بامیان، فرهنګي ستروالی او بیا رغاونې او پرمختګ لپاره هیله مندي

5یوولس کسیزه چینایي ډله پرته له کومې دمې څخه یی یوه شپه او ورځ کار کړی وه. لمر د هغه غونډی شاته چې د بودا روزګار پرې تکیه کړې وه پټ وو او هوا هره شیبه تېاره کېده. د هغو ولاړو سلسال مجسمو خالي ځای یو اسرار لرونکی ډار یې خپل لیدونکو باندې اچوه. لیکن څومره چې هوا تیاره کیده، هغومره به د دغو سلسال اسرارلرونکي مجسمو د لیدو شوق زیاتېده. زیات شمیر خلک د دغو مجسمو پر وړاندې میدان کې انتظار ولاړ وو. د عکاسي دوربینونو او هوشمندو ټلیفونونو کمرې چمتو شوي وې ترڅو د هغوی په وینا د بودا د ژوندي کېدلو لومړی انځورونه واخلي.

پراجکتور روښانه شو او د سلسال د وروستیو کلنو انځور د طالبانو لخوا د ټوټې ټوټې کېدو وړاندې چې ۲۰۰۱ کال په مارچ میاشت کې ترسره شو د هغه خالي ځای ډک کړ. د خوشحالی آواز د شپې چوپتیا یې ماته کړه او ټول ځیر شول ترڅو له نور څخه د بودا بیا رغول شوی انځور وګوري.

ټولو نندارچیانو لاسونه پړقوول. د یو محلي سندرغاړی ډهول او دمبوره چمتو وه او ډیر ژر د دمبورې پېژندل شوی غږ او د ډهول مست آواز ټول یې په ګډا کړل.8

ټول د سلسال د انځور په لیدو سره حیران شوې وه. کله د چینایانو د ګروه یو همغږی کوونکی زما څخه وپوښتل د اوس مهال د بودا د انځور لیدو څخه وروسته څه احساس لرئ، ما ونه شو کړای چې سمې خبرې وکړم، فقط ومې ویل: «داسې احساس کوم چې بودا د همیش لپاره نه دی مړ شوی.» هغه سړی چې د سلسال د چاودولو شاهد وو ویی ویل: «خوشحاله یم، لیکن دا زمونږ د شلو کالو وړاندې بودا نه دی.»

په همغه شېبه چې د بامیانو ښار ته نږدې کېږې، د انسان وجود ته یو ګنګ حس را پیدا کیږي. د دره په همغه لومړی سر کې، د ضحاک ښار سوزېدلې خاوره او لوېدلې دیوالونه د لارویانو پام ځان ته راګرځوي. له یوې خوا دا شوق انسان ته ورځي چې دغه خاوره لمس کړي او له بلې خوا ګورې چې څه یو ستر شی له خاورو سره یو شوی دی او له همغه ځای څخه دا احساس کوې چې څه یو د راز ډک چوپتیا په دره باندې حاکمه ده.2

که څه هم په ۲۰۱۵ کال کې د سارک هېوادونو فرهنګي پلازمینی په توګه د دغه ولایت ټاکل کېدل، د تلاشي څو پوستو د زیاتوالی نه بغیر، ښار کې هیڅ تغییر نه دی راوستی. یوازي د افغانستان درې رنګه بیرغ چې ځینو لارو کې نصب شوی وه، د تېر کال سره په پرتله کې د بامیان څېره هیڅ بدلون ندی راغلی.

لېکن فرهنګي برنامې چې د سارک هېوادونو فرهنګي پلازمینی په توګه د دغه ولایت پېژندلو په ویاړ وړاندې شوې، د لیدلو وړ وې. ځایی او ملي ترانې، ځایی لوبې، د تیاتر او د بیلابیلو ولایاتو لاسي صنایو نندارتون وکولای شو تر یو بریده پورې د نندارچیانو پام ځان ته راواړوي. بامیانو پوری اړوند د لاسي صنایع غرفې او ځایی تولیداتو د ستاېلو وړ غنامندي او ډولونه درلودل.6

لېکن د دغه جشن تر ټولو په زړه پورې برنامه د غلغلې ماښام وه چې د بامیان ولایت د توریزم اتحادیې او دوه ځوانو انجنو مریم شریفي او زهرا حسیني په نوښت په لاره اچول شوی وو. د غلغلې بیا رغول شوي ښار لارې د هریکن څراغ کم رنګه او ژیړ روښنایي سره تزئین شوې وه. د دوبیتيګانو محلی موسیقی او د ماشومانو د سولی آواز د دغې تاریخي زجر لیدلې ښار ثمر یې خاطری یی ژوندی کړې وه. دغه سندره چې وایي یک جهان اعجاز دارد بامیان/ سینه‌ی پر راز دارد بامیان/ بامیان گهواره‌ی زیبای شرق/نقطه‌ی وصل تمدن‌های شرق د ښار چوپتیایې ماته کړې وه او د خیال مرغئ یې د بامیان تېر حال په یاد الوزوله.

د بامیان – یکاولنګ له سړک نه بغیر نور هیڅ د پرمختیایي پروژو اثر په دغه ولایت کې نه لیدل کیږي. د ولایت پاتې جادې له دې نه چې آبادې شي لا نور ویجاړې شوي هم دي. هغه جاده چې د ضحاک ښار له مخې تېریږي او د شش پل تنګي د بامیان ښار سره نښلوي کیدای شي چې د دغې کار یوه نمونه وي. د دغه سړک له بشپړېدو څخه یو کال لا زیات وخت نه کیږي. لېکن اوس د خاورینو سړکونو څخه هم خراب دی.

د بامیان لرغونی سترتوب او طبیعي ښکلا چیني جوړې ته (ښځه او مېړه) د بودا د معنویت بیا رغولو فکر ورکړ، او تر هغې پورې چې هغوی د بودا خالي ځای له نورې تصویر څخه ډک نه کړ آرامه کښې نه ناستل. کله مو چې د هغه جوړې څخه وپوښتل چې څه شی سبب شو چې دوی ته دا فکر ورغی، یوه ځواب راکړ چې مونږ د زلزله ځپلو د ژغورلو د ډلی غړي وو. هلته وپوهېدو چې ژوند څومره لری له وړاندوینی، ژر تېرېدونکی او له ستونزو ډک دی. له هغه وروسته مو تصمیم ونیوه چې «بېرته په هوش راشو، مونږ خپله و اوسو او د بشریت لپاره کار وکړو» او اوس د هغوی د کار پایله د بامیان ښار د زرګونو ښاریانو په شنډو خندا او بامیان په دره کې د بودا معنوي بیا رغول وه.4

د سارک هېوادونو فرهنګي پلازمینی په توګه د دی ولایت نومول د بامیانو لپاره د پرمختګ ستر فرصت وه. لېکن د دغې فرصت څخه د استفادې لپاره تر اوسه هیڅ کوم ظرفیت او اراده موجوده نه ده. د ۴۰ څخه ډیرې پروژې چې د افغانستان دولت لخوا د دغې مراسم د رسمي جوړېدلو څخه وړاندې یې د بشپړېدلو وعده شوې وه، بشپړېدل یې پرېږده چې هیڅ کوم یو یې پیل شوی هم نه ده، او د جشن لپاره د دغه ولایت چمتو کولو فقط ۴۰۰ زره ډالره هغه هم د جشن څخه څو ورځې وړاندې ورکړل شوی وی. ټول دغه کمی د دې ښکارندوی دی چې د دغه ولایت لپاره د مرستو جذبول او د ورکړل شوو وعدو پوره کولو په موخه د افغانستان دولت د ننه هیڅ تعهد او علاقه شتون نلري.

د بامیان پرمختیایي ظرفیتونه ‌‌ډېر لوړ دي. د حاجیګک له ستر معدن څخه نیولې تر نورو کوچني معدنونو پورې، او د ټولو سربیره د سیلانیانو د ګرځېدو ځای دی چې کولای شي بامیان ډیر ژر د پرمختګ په لور یوسي.

تر ټولو مهم، فرهنګي ظرفیت او بامیانو د خلکو مدني او پرمختیایي روحیه ده چې د پرمختګ لپاره اصلي شرط بلل کېږي. هغوی د مرکزي حکومت د نه پاملرنې او تبعیض پوهېدلو سربیره، له دولت او ټولو حکومتي بنسټونو څخه ملاتړ کوي او لا اوس هم هیله مند دي چې حکومت به د هغوی تاریخي ولایت ته پام وکړي71

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.