هیله او عمل

د اکسفورد دیکشینري د هیلی کلمه یې داسې ژباړلې ده «انتظار او هیله هغه حس دی چې د یوې ځانګړې پېښې د رامنځ ته کېدو لپاره انسان ته ورپېښېږي او یا په دې باور چې یو ښه کار به وشي» که څه هم دیکشینري ګانې د هیلی کلمه یې یوازې یو ښه باور او احساس ته محدوده کړې لیکن ستر انسان او بریالیو ټولنو دا ثابته کړې ده چې یو د شی لپاره د حد څخه زیات هیله مند اوسېدل او یا نیک احساس درلودل منفعلانه دی، واقعیي هیله په عمل کولو پیلېږي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما خپل په ژوند لیک کې د هیلی په اړه داسې لیکلي دي « د هیلی څخه د تېښتې ښه لاره دا دی چې که غواړئ د کوم کار لپاره اقدام وکړئ او د یو ښه پايلې په تمه ونه اوسئ. کله چې عملي کار ورباندې پیلوئ نو هغه وخت وینئ چې خپل شاوخوا نړۍ مو د هیلی څخه ډکه کړې ده» هیله یوازې هیله مند اوسېدل نه دی بلکې عملي اقدام د هغه شي په لور چې تاسې یې تمه لرئ. عمل کول نه یوازي هیله تاسو کې زیاتوي لېکن تاسې داسې یو تغیر ته برابروي چې ورته هیله مند وئ. هیله او عمل یو نه جلا کېدونکی پدیدې دي بلکې په کامله توګه یو بل پورې تړلې هم دي.

pix-1

د هیلی له منځه تلل په جنګ ځپلي ټولنو او هېوادونو کې یو له ناوړو پاېلو څخه بلل کېږي. وړاندې له دې چې وژنه، ويجاړي او فقر د ناورین سره مخ ټولنې د ستونزو لامل شي، هیله له منځه ځي بیا وروسته بې نظمي او انساني فجایع خپل اوج ته رسېږي. یو له ټولو مهم کار چې د جګړې څخه وروستو ټولنو کې ترسره کېږي په حقیقت کې د خلکو او ټولنې ترمنځ د هیلی بیا را ژوندي کول دي. د هیلی بیا رغونه خلکو ته دا فرصت ورکوي چې په یو ښه او سوله ییز راتلونکی باندې باور ولري او خپل شاوخوا کسانو باندې اعتماد وکړي. هیلی یوازې د راتلونکی لپاره د خوشبیني یو حس نه دی بلکې د ژوند لپاره یو اساسي ځواک دی چې هیلو ته د رسېدلو لپاره عملي ګامونه اوچت کړای شي. د «شپیور خبرتیا» د وینا په مجموعه کې مارتین لوترکینګ د امریکا د مدني غورځنګ مشر وایي:

pix-5که چېرې تاسې خپله هیله د لاسه ورکړئ نو په یو ډول سره د ژوند د تداوم توان هم د لاسه ورکوئ، تاسې زړورتوب د لاسه ورکوئ او ټول هغه ځواک چې تاسې په ډول ډول شرایطو کې په پښو دروي، له منځه ځي. … اجازه مه ورکوئ چې ستونزې او د ژوند تریخ شرایط تاسې له منځه یوسي. کله چې طوفان شدت ومومي، کله چې ټولې ستونزې تاسو لور ته روانې شي، پر وړاندې یې ودرېږئ او هیله مند واوسئ.

د امریکا د مدني غورځنګ اصلي ستونزه چې مارتین لوترکینګ یې مشري کوله، د تور پوستو پر وړاندې تبعیض او د سپین پوستو مقاومت د تور پوستو د حقوقو په اړه نه وه بلکې د تورپوستو به منځ کې دا ناهیلی وه او منلې وه چې نسبت سپین پوستو ته ټیټ انساني کچې څخه برخه مند دي. په دې اساس هغه اړ و چې خپلو هیلو ته د رسېدلو په خاطر د امریکا ستر تور پوستو جمهوری کې له منځه تللي او ځپل شوي هیلی بیا ورغوي.

pix-4که چېرې هر لید لورې څخه ژوند ته کتنه وکړو، هیله د انسان په شخصي، کورنی او ټولنیز بریالی او خوشحاله ژوند کې بنیادي ونډه لوبوي. ځکه هیله خلک مجبوروي چې د ستونزو څخه د تېښتې او یا هم پر وړاندې یې د بې تفاوته اوسېدلو پرځای د هغه د حل لپاره کوښښ وکړي.

pix-3عباس نسین د دې برسېره چې د پوهنتون محصل دی په یو څېړنیز مرکز کې د څېړونکی مرستیال په توګه هم کار کوي. هغه وایي چې د غور ولایت په مرکز کې یو ډېر نېستمند کورنۍ کې زېږېدلی دی. د فقر او اقتصادي ستونزو له امله، درس او ښوونځی ته تګ هغه ته له ډېرو ستونزو سره مل وو لېکن په پای کې وتوانېدو چې ښوونځی تمام کړي او د یو بریالی زده کونکی په توګه پوهنتون ته دننه شي. هغه وایي چې هیله راتلونکی او غوښتنو ته د رسېدلو لپاره یوازینی اصلي محرک دی. کله چې تاسې خپله هیله له لاسه ورکوئ نو په حقیقت کې وزګارېږئ. قدرت او وړوالی یوازې د هیلی او اعتماد له طریقه ستاسو په وجود کې را ژوندی کېږی. هغه وایي:

«ساده یې ووایم زه چې کله د یو شی لپاره هیله ونلرم نو نه شم کولای چې ترسره کولو لپاره یې اقدام وکړم. زما لپاره د ټولو فعالیتنو او غوښتنو مخکې شرط هیله ده. ژوند ته د هیلی درلودل او هغه ټول کارونه چې ترسره کوم یې زما موخه ټاکي. فکر کوم چې دا کار زیات شمېر انسانانو ته صدق کوي. د مهاجرت عامل او نورو هېوادونو ته تلل یوازې د فقر، ناامني او بېکاری له کبله ندی بلکې تر یوه حده ژوره ده چې ځینې ښاریان د ښه کار او عاید لرلو برسېره هر څه پرېږدي او تښتي.»

pix-2

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.