امید هیڅکله نه مري

واسع د هیلی د غونډې یو تن ګډونوال وایي: « مونږ په یو ډېر نازک شراېط کې قرار لرو، وسله والې نښتې، اقتصادي رکود، ورځ تر بلې زیاتېدونکې بېکاري، مهاجرت، ټولنیزې شخړې او سیاسي بې ثباتي مونږ یې ناورین سره مخ کړې یو. په داسې حالت کې مونږ د پخوا په پرتله هیلو ته زیات اړتیا لرو ترڅو وکولای سو چې خپل راتلونکی ته خوشبینه پاتی شو. مونږ ناهیلی زړونو کې باید بېرته هیلی راولو، مونږ باید هیله په خپلو ستړو ذهنونو کې بیا وکرو. امېد یوازینی وسیله ده چې مونږ ته د ناخوالو پر وړاندې د درېدلو توان راکوي»

pix-1

د واسع له نظره تاسې نشې کولای چې هیله د پاس لوري څخه ټولنیز هرم ښکته برخې ته خلکو باندې تحمیل کړئ. پرځای یې تاسې باید د هیلی رڼا د ټولو ناهیلو او مایوسو انسانانو په ذهن او زړونو کې روښانه کړئ ترڅو هغو ته د ټولنیزو ستونزو پر وړاندې د مقابلې توان ورکړئ. واسع وایي فرهنګي خبرې اترې یو له اغیزمن کړنلارو څخه دی چې د خلکو اذعان او لید ته په ښه ډول تغیر ورکوي. د یو نسل امېد او هیلې چې د هغوی فرهنګ او د هنر له طریقه منعکس کېږي، که څه هم ډېر اورو لیکن د ټولنې فکر او اندیښنه مثبت لوري ته بیایي او هیله وربښي.

«امېد هیڅکله نه مري» د هغه فرهنګي او هنري غونډې عنوان وو چې د ننګرهار ولایت فرهنګي کانیتنر لخوا د سراج الاماره په ماڼئ کې د خپل شپږ میاشتنی هنري، فرهنګي او ټولنیز فعالیتونو د تلین په مناسبت د «امېد او هیله» تر محور لاندې جوړه شوې وه. دغې غونډې مختلف فرهنګي او هنري برنامې لکه وینا، د امېد په اړه خبرې چې د شخصي تجربو له نظره څه ونډه لري، د افکارو تبادل، تیاتر، د فرهنګي فعالینو څخه مننه او هنري نندارتون یې له ځانه سره درلود.

pix-2

ویناوالو د امېد اهمیت یې دیني، ټولنیز او فرهنګي له نظره تر څېړنې لاندې ونیوه ترڅو خپل د مخاطبینو قناعت د پوهې او د هغوی فردي علاقې پر بنسټ ترلاسه کړي. د تیاتر په نندارې کې پر دې کوښښ وسو چې ناهیلې او یا ناامیدی ویجاړونکی او منفي اړخونه او همداراز مثبت او حیاتي اهمیت یې زمونږ د ژوند په وروځنیو چارو کې او راتلونکی لپاره نندارچیانو ته وړاندې کړی شي.

شاعرانو کوښښ وکړ چې خپل احساسات او خیالونه چې د هیلی په اړه یې لرل په ښکلو شعرونو کې وړاندې کړل:

مونږ  خپلو هیلو سره ژوندي یو.

خپل خیالونو سره

او په دې هیله چې یوه ورځ زمونږ هیلې او خیالونه په حقیقت بدل شي.»

pix-4 pix-3

د دې هنري نندارتون د برنامې وروستی برخه وه چې په لسګونه انځوریز تابلوګانې، نقاشي او طرحي نندارې ته وړاندې شول. په ټول هنري آثارو کې چې دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی وه، کوښښ سوی و چې د انسان په ژوند کې د هیلی حیاتي ونډه او اهمیت په مختلفو ډولونو منعکس کړای شي.

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.