فکري وحدت، نسلونه یو بل ته نږدې کوي

N3« د نسلونو ترمینځ د واټن کمول، سولې ته د رسېدو په موخه یو ګام دی.»

د پورتنی جملې سره شاید وکولای شو چی د جلال آباد ښار فرهنګي کانتینر د پېښې پیغام بیان کړو. وروسته لو څو میاشتو د «نسلونو ترمینځ واټن» تر عنوان لاندې فرهنګي خبرې اترې په لاره واچول شوې چې هدف یې د پخوانی او نوی نسلونو ترمینځ د خبرو اترو فضا جوړول دی، فرهنګي کانتینر فرهنګي پېښه یې په لار واچوله چې د دغې ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکو په کښې ګډون کړی وه.

د نسلونو ترمینځ خبرې اترې هم د جلال آباد د فرهنګي کانتینر د ننه او هم باندې په لاره اچول کېږي ترڅو د پخوانی او نوي نسل د متقابل درک کچه لوړه کړي او د بد ګمانی کچه را ټیټه شي.

د نسلونو ترمینځ د خلا رامنځته کېدلو باندې خبرې د دغې فرهنګي برنامې یوه بله برخه وه چې په جریان کې یې یوه ښوونکی سادات وویل:« ښه ده چې زوړ نسل خپل د ژوند تجربې له ځوان نسل سره شریک کړي. ځوان نسل د راتلونکی لپاره د دغو تجربو د انتقال پول دی. دواړه لوری باید یو بل سره کښېني، خبرې وکړي او د یو بل منطقي غوښتنې ومني. دا کار هغه وخت کېږي چې د دواړه ترمینځ همیشه بحث او خبرې اترې، تبادل نظر او متقابل درک شتون ولري.»

د هغه موضوعاتو ښه درک لپاره چې فرهنګي کانتینر ورباندې کار کړی وه، د ګډونوالو څخه وغوښتل شو ترڅو خپلې هغه تجربې چې د دوه نسلونو د ستونزو څخه ترلاسه کړي دي د ټولو پر وړاندې یې بیان کړي. په دغه جریان کې، رنځ او غلط پوهنه چې د دوه نسلونو ترمینځ راپورته شوی ده، په ډاګه کړي.N2

د هغه ترڅنګ، د جلال آباد فرهنګي کانتینر د فرهنګي خبرو اترو او نسلونو ترمینځ د بحث زمینه چې د روان میلادي کال د پیل څخه تر اوسه دوام لري په لاره اچولې وه. لنډ فلم د دې ښکارندوی وه چې فرهنګي خبرې اترې له کوم ځایه شروع شوي او څه ډول پر مخ تللی.

د دغې برنامې په بله برخه کې، ځوانان او سپینږیرو ته دا فرصت ورکړل شو چې یو بل ته مخامخ کښيني او پر هغو ستونزو چې معمولاٌ د دواړو نسلونو ترمینځ رامینځته کېږي خبرې وکړي او هرڅوک په احترام او آزاده توګه خپل نظر د موضوع په اړه وړاندې کړي. « نني ځېني سپین ږیري اوس هم ۴۰ او یا ۵۰ کالو مخکې په شان فکر کوي او هیڅ موضوع له ځوانانو سره نه شریکوي. همداراز، داسې ځوانان دي فکر کوي چې زاړه او یا مشران باید د هغوی ټولې غوښتنې ومني او په دې باور دې چې هغوی نه شي کولای چی نننی نړئ درک کړي.»

د برنامې په زړه پورې برخه هغه وخت وه چې دواړه لوری دې نتیجې ته ورسېدل چې کمی په دواړه کې ده.

د برنامی په پای کی د ننګرهای ټیم لخوا یوه د تیاتر هغه ډرامه چی په هغه کی د ژوند معمول جنجالونه چی د ځوان زوی او پلار تر منځ په کورنیو کی پیښیږی او د نسلونو تر منځ واټن راولی ننداری ته وړاندی شوه، د دی ډرامی پایلی ته په نږدی کیدو سره هغوی دواړو په کراری کراری د یوه بل خبرو ته غوږ شول او په ډیره حوصله مندی سره یی خبری او اتری کولی، په آخر کی هغوی دواړه پوه شول چی د دوی مشکلات دومره نه دی چی د دوی ژوند څخه نازولی موسکا واخلی.N1

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.