د کابل فرهنګي پېښه: هنر اعتماد رامنځته کوي

1د سپتمبر درېمه د ملالی په ښوونځی کې یوه په زړه پورې ورځ وه، چېرې چې په سلګونو ښځینه زده کوونکو د هغه هنري فعالیت له نندارتون څخه لیدنه وکړه چې د کابل فرهنګي ټیم او د ملالی د ښوونځی کور او عظیمي هنري مرکز په همکارئ سره تنظیم شوې وه. په دغه نندارتون کې د عظیمي هنري مرکز او د ملالی ښوونځي زده کوونکو ډیر هنري کارونه نندارې ته وړاندې کړل. د نندارتون موخه د زده کوونکو پام اړول وه چې باید خپل په ځان اعتماد ولري او د سولې پیغام، اعتماد او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی څخه پرته یوه ټولنه نندارې ته وړاندې کړي.

2صدف د ملالی ښوونځی یوه زده کوونکی وایي: دا چې نن زما هنري فعالیت نندارې ته وړاندې کېږي، ډیره تلوسه یم. دا ماته اطمینان راکوي چې باید مخکې ولاړه شم. داسې احساس کوم چې ما یو ستر کار ترسره کړی دی. ما خپله دنده ترسره کړه ترڅو نور زده کوونکي وهڅوم چې رسامي فعالیت غوره کړي او کوښښ وکړي چې له همداسې او د نورو هنري فعالیتونو له لاری خپل پیغام واوروي. صدف به سږ کال له ښوونځی څخه فارغه شي، هغه پلان لري چې د هنرونو په پوهنځی کې زده کړه وکړي.

3زیات شمېر زده کوونکو له دې نندارتون څخه لیدنه وکړه او وروسته یې بیا علاقه وښوده چې د رسامي په مسلکي کورسونو کې شامل شي. فرخندې وویل، غواړي چې د ژمي په رخصتی کې رسامي زده کړي. هغه غواړي چې یوه نقاشه اوسی او یوه ورځ خپل هنري کار نندارې ته وړاندې کړي. زینب یوه بله زده کوونکی وویل: زه وهڅول شوم چې باید زیات تمرین وکړم او د رسامي په برخه کې خپلی پوهې ته وده ورکړم. ما دا فکر کوه چې یوازې د زنګونو ښکلا او د انځور ډیزاین مهم شی دی، لیکن نن په دې پوهه شوم چې د هنري کار پیام او هغه څه چې پرې ډیزاین شوي دي مساوي اهمیت لري. زه غواړم چې په راتلونکی کې د سولې او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی په موضوعاتو د رسامي کار وکړم. 4

زده کونکو ته غوږ نیول په زړه پورې وه. هغوی د ښکلا د احساس خپرول او اغیزه یې د انساني طبعیت د ښکلا پېژندنې په برخه کې د رسامي پر وړاندې خبرې کولې. صدف وویل: “ښکلا د تاوتریخوالی مخالف دی او یا برعکس دی. ښکلا د انسان ښکلی طبیعت راویښوي. کله چې راویښ شو، انسان به هیڅ کله په کور او ټولنه کې تاوتریخوالی رامنځته نه کړي.”5

زده کونکو وغوښتل چې د دوی په ښوونځی کې نور نندارتونونه هم وړاندې شي. زینب وویل چې زه غواړم په راتلونکی نندارتون کې خپل هنري فعالیت نندارې ته وړاندې کړم. زه ډېره علاقمنده یم چې ستاسې راتلونکی نندارتون لپاره نوي رسامي کړم.

نوریه رغیب، د ښوونځی مدیرې وویل: زه د کابل فرهنګي ‏ټیم څخه د دغې ارزښتناک نندارتون د تنظیمولو لپاره مننه کوم. پوهاوي یې رامنځته کړه او زده کوونکي یې وهڅول چې په هنری برخه کي کار وکړي.6789.10

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.