د کابل فرهنګي پېښه: د نسلونو پیوند

2«تمدن تغیر مومي – فرهنګي ارزښتونه بدلېږي، خلک د همدې بدلېدونکی ارزښتونو پر بنسټ ژوند کوي او دا د نسلونو ترمینځ د واټن رامینځته کېدلو دلیل دی.»

د کابل کانتینر تر ټولو نوې فرهنګي پېښه د «نسلونو پیوند» تر موضوع لاندې جوړه شوه. د پېښې هدف د فرهنګي خبرو اترو تقویت او د نسلونو ترمینځ د تفاهم راوستل وه. په دغه پروګرام کې د کابل فرهنګي کانتینر کارکوونکو بیلابیل فرهنګي او هنري برنامې شاملې جوړی کړی وې چې د خبرو اترو، تیاتر، د شهنامه لوستلو او د ځوانانو موسیقي هم په کښی شاملی وي.

په دی خبرو اترو کې د پوهنتون ښوونکو هم حضور درلود او مختلفو موضوع ګانو باندې چې د نسلونو ترمینځ د فاصلې په اړه وه بحث وکړ: لکه د غلط پوهنې د مخنیوي لارې او د واټنونو له منځه وړل. هغوی وویل چې ډیر داسې لاملونه شته چې د دوو نسلونو ترمینځ د واټن رامینځ ته کېدو لامل ګرځي. په کلونو کلونو د مهاجرت ژوند، له کلیو څخه ښارونو ته راتګ او په ننني ژوند کې د تکنولوژی راتګ د دې لامل ګرځي چې د دوو نسلونو ترمینځ د خبرو اترو زمینې محدودې شي او آهسته آهسته د هغوی ترمینځ واټن رامینځته شي. که چېرې نوی نسل او زوړ نسل ونشي کړای چې یو بل سره د خبرو او اترو لپاره کښېني او یو بل درک کړي، په بشپړه ټوګه له یو بل څخه جلا کیږي او د ژورو ناخوالو د رامینځته کېدو لامل ګرځي.1 pic

ښوونکی صدیق ذلیق وویل:« یو تر ټولو د نسلونو ترمینځ د واټن له منځه وړلو لاره دا دی چې یو لور کوښښ وکړي ترڅو بل لور ته استدلال او احترام سره قناعت ورکړي او یو مسوولانه تګلاری سره دواړه لور کوښښ وکړي هغه تغییرات چې د وخت په اوږدو کې رامینځته شوی دی درک کړي. تکنولوژي یو د سترو تغییراتو څخه دی چې زمونږ په ژوند کې وارد شوی دی او نور زیات تغییرات یې له ځانه سره راوړی.»

One of the participants of the event  MrsParwiz qareen a young poet reciting his poem to the participants in the event

ښوونکی سید روح الله رضوایي خپلو خبرو کې داسې وویل چې مشران باید دا درک کړي چی ټول هغه شیان چې هغوی ته تازه او بېګانه دي، خطرناک او بد ندي او ټول هغه نوي شیان چې زمونږ ټولنی ته د رامینځ ته کېدو په حال کې دي، د فرهنګي یرغل پاېله نه ده. «مشران باید له ځوانانو سره د خبرو اترو په لاره اچولو مهارت ځان کې پیدا کړي او ځوانان باید د هغوی خبرو ته غوږ نیول او د درک ظرفیت ولري.»

IMG_2607د پخواني حماسو لوستل چې ‌ډېری یې د منظوم په ډول دي، په افغانستان یو پخوانی دود دی. د دغو حماسي داستانونو ویل او لوستل نه یوازې د یوه کورنۍ لپاره یوه ښه بوختیا وه، بلکې د زاړه او ځوان نسل ترمینځ د خبرو اترو او د فرهنګي انتقال زمینه یې هم برابره کړی وه. لیکن اوس دغه په زړه پورې دود زمونږ ترمینځ هره ورځ مخ په کمرنګېدو دی. د خلکو د یادونو د تازه کولو په موخه، فرهنګي کانتینر شاهنامه ویل یې هم خپل په فرهنګي پروګرام کې شامل کړی وه ترڅو ګډونوالو ته د ماشومتوب یادونه د شهنامې له کیسو سره ژوندي کړي.

د پروګرام په پای کې د ځوانانو لخوا سندرې وویل شوې، هغه ځوانان چې د کابل فرهنګي کانتینر ورسره په منظم ډول تر دې دمه کار کړی وه. یاد پاتې کېدونکی موسیقي د دی پروګرام په پای کی وه چې په خبرو اترو پیل شوی وه، د ځوانانو د فعال ګډون د پوښتنو او ځوابونه سره ډير محسوس وه او دا پروګرام په آخر کی د تیاتر او موسیقي په وړاندی کولو سره پای ته ورسېد.

د فرهنګي خبرو اترو هغه انځوریزه کتاب چې د فرهنګي خبرو اترو ګډونوالو او خلکو نظرونو په کښې راغونډ شوې دي هم په دغې برنامې کې معرفي او ښکاره کړای شول.1

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.