په کورنۍ تولیداتو باندې اعتماد

01 ځینی لاسي صنایع د بشري ټولنې د کالیو د پام وړ برخه جوړوي. که څه هم په مخته تللو هېوادونو کې لاسي صنعت ته زیات وخت د زینتي توکو په سترګه کتل کېږي چې د بشري ټولنو تاریخي ادوار او یا فرهنګ نښانه هم ده. لیکن د صنعت نه وړاندې نړۍ کې، لاسي صنعت یوازې د اړتیا وړ توکو د تأمینولو لاره وه، حتی د نن ورځې ځینې شاته پاتې او یا پرمختللی هېوادونه لکه هند او افغانستان، لاسي صنعت د دغو هېوادونو د خلکو اړتیا وړ کالي او یا توکي جوړوي.                                                             

02

بدخشان چې د افغانستان د شمال ختیځو ولایاتو یوه مطرحو سیمو څخه ګڼل کېږي په کښې د لسیزو راپدېخوا د لاسي صنایو تولید په مختلف ډول لکه د کتان اوبدل، پشمینه اوبدل، نیمځی جوړول، د ښخو ښکلی لاسي اوبدل، سفالي وسایل او لوښې، مسي، چدني او د لرګیو، د قیمتي او نیمه قیمتي ټېګو حکاکي رواج لري، چې په عمومي توګه د هېواد په دغه تاریخي سیمه کې د لاسي صنعت او محصولاتو بومي اصالت ښکاره کوي.

03

لاسي صنایع نه یوازې د بدخشان خلکو ته اقتصادي ګټه او ارزښت لري بلکې د خلکو د فرهنګي هویت ښکارندوی هم دی. له دې کبله د بدخشان د لاسي صنعت رغونه او پرمختګ نه یوازي یو اقتصادي ګټور کار دی بلکې یو ارزښت لرونکی او د پام وړ فرهنګي عمل هم بلل کېږي.

د محلي لاسي صنعت اقتصادي او فرهنګي ارزښت له درک سره «په بدخشان کې د ایپسو فرهنګي کانتینر» د بدخشان محلي صنعت ګرانو جشن په توګه ځانګړی د لاسي صنعت نندارتون چې (په کورنۍ تولیداتو باندې اعتماد) تر نامه لاندې د اطلاعات او کلتور او ښځو چارو ریاستونو په مرسته جوړه شوې وه، په لاره واچوله.

دغه نندارتون د نومبر ۲۴ څخه تر ۲۵ میلادي کال پورې محلي صنعت کارانو او مختلفو لاسي تیار شوي ځیزونو په ننداری سره په لار اچول شوې وه. په هغه لنډه غونډه کې چې د دغې نندارتون په پیل کې جوړه شوې وه: د بدخشان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست استازی سید حسین نهیب د بدخشان ولایت د لاسي صنعت په اړه وغږېده. او زیاته یې کړه:

04 05

د بدخشان لاسي صنعت نندارتون په لاره اچول په حقیقت کې زمونږ د انساني، فرهنګي او اقتصادي ژوند اهمیت ته یوه بیا کتنه ده چې لا زیات ملاتړ او پرمختګ ته جدي اړتیا لري. د نن ورځې نندارتون د ایپسو فرهنګي کانتینر په کوښښ سره د بدخشان محلي صنایو پر وړاندې یوه ښه لاره او تجربه ګڼل کېږي. ښاغلی نهیب په بدخشان کې د مرحوم شاد روان له نقل څخه یاده کړه: چی ۲۰۰ کاله وړاندې تقریبآ (۹۰) سلنه د بدخشان د خلکو کالي په همدغه ولایت کې تولیدیدل.

07 06

مېرمن ذوفنون ناطق د بدخشان ولایت د ښځو چارو رئیسه:

محلي صنایو ته اعتماد ورکول د محلي صنایو پرمختک او د ملاتړ لپاره ډېره مهمه ده او د ښځو ونډه یې د خلاق او مؤلد بشري ځواک په توګه د لاسي تولیداتو په برخه کې یادونه وکړه او هغه یې ‌ډېر ارزښتناکه وباله.

08 09

ښاغلی احمد فیصل بیکزاد د بدخشان ولایت والي د دغې ولایت لاسي صنایع غرفو څخه د لیدنې پر مهال د ایپسو فرهنګي کانتینر او د نندارتون لاره اچونکو څخه یې هم لیدنه وکړه او خوشحالي یې وښودله او د هر ډول کوښښ وعده یې ورکړه چې د محلي صنایو د پرمختک په برخه کې چې ملي اقتصاد او د سوداګرۍ د ودی لپاره ګټوره ده او په همدې برخه کې کارموندنه هم رامنځ ته کوي او همدارنګه به صنعت جوړونکي په دې برخه کې تشویق کړي او د هغوی ملاتړ به خامخا وکړي.

د بدخشان فیض آباد ښار د کوکچه په قصر کې د دوو ورځو څخه راپدیخوا دا د لاسی، وطنی صنایو نندارتون په لاره اچول شوی وه.

10

11

12

13

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.