نیمڅی: لاسي ساده صنعت، لیکن په مرکزي سیمو کې ارزښتمند

1دافغانستان په مرکزي سیمو کې هر کور ته چې دننه شې، په محلي نیمڅي باندې فرش سوي دي. نیمڅی یو محلي فرش دی چې د څارویو د وړئ څخه جوړیږي. د سړې هوا او په هغه سیمه کې د کلیوالي ژوند په پام کې نیولو سره چې هره کورنۍ پکښې لږ اندازه ځمکه او یو څو پسونه لري، د نیمڅی جوړول او د خټو څخه جوړ سوي کورونو کې د هغه کارول چې ځینې یې نمناک هم دي تر ټولو یو مناسب فرش بلل کیږي.

د قالین او نورو صنعتي فرشونو د واردېدو سربیره، نیمڅی اوس هم د مرکزي سیمو کې خوښونکی فرش دی، په ځانګړې توګه په بامیان او دایکندې ولایاتو کې.

پخوا وختنو کې له نیمڅی څخه د فرش په توګه کار اخیستل کېده. لیکن نن سیمه ییز نیمڅی جوړونکي بیلابیل شیان ترینه جوړوي: د لپتاپ کمپیوترونو پوښ، سرمیزي، د کوچونو پوښ، چپړې، واسکټ اوداسې نور شیان. هغوی دا سیزونو په دې امید جوړوي چې د کورنۍ او نړیوال سیلانیانو پام چې له بامیانو څخه دیدن کوي خپلو تولیداتو ته را جلب کړي او دغو شیانو لپاره ستر بازار ومومي.

غلام علي د بامیان یو سیمه ییز لاسي صنعت سوداګر وایي، چي هغوی په تیرو وختونو کې یوازې په بامیانو کې د تولید شويو قالینو لپاره د بهرنیو بازارونو په لټه کې وه. لیکن نن، د قالین ترڅنګ، د بامیان نیمڅی هم ملي او نړیوال بازارونو ته لاره هواره کړې ده. هغه زیاتوي چې دا کار نه یوازې د محلي صنعت د ځلېدو لامل ګرزي، بلکه د ډیرو بې وزلو کورنیو، په ځانګړې ډول ښځو لپاره چې بل هیڅ د عایداتو سرچینه نلري، د کورنیو د مالي ملاتړ لاره برابروي.

غلام علي په دې باور دی چې د بامیان ولایت نیمڅی د قالین او نورو په لاس اوبدل شویو کالیو ترڅنګ به ورو ورو وپېژندل شي. هغه وایي: (مونږ خپل محلي تولیدات په څو لاسي صنعایعو نړیوال نندارتونونو کې چې په جرمني او چین کې جوړ شوي وه وړاندې کړي دي. په یو شمیر دغه نندارتونونو کې زمونږ تولیدات د نړۍ د څو نورو هیوادونو ترمینځ، تر ټولو ښه لاسي صنعتي تولیدات وپېژندل شول او مونږ وکولای شو چې هغه تولیدات په یو ښه قیمت وپلورو.)

د دغې صنعت ځایی سوداګر هیله مند دي چې حکومت او نړیواله ټولنه په بازار موندنه او له دغې صنعت څخه په حمایت د دوی څخه ملاتړ وکړي.

دا چې ولې د بامیان نیمڅی جوړونکي خپل تولیدات په مختلف ډول جوړ کړي دي، دلیل یې دا دی چي هغوی د تاریخي آثارو څخه نړیوال سیلانیان خپل لومړني مشتریان بولي. هغوي نیمڅی د خونې فرشولو لپاره نه پلوري لیکن د مختلفو طراحي لپاره یې پلوري. په همدې دلیل اوسني نیمڅی په واړه اندازه جوړیږي.

نیمڅی معمولاٌ له دوو رنګونو څخه جوړیږي: تور او خړ. تور نیمڅی د پلورلو لپاره ښه بازار لري. تر ټولو ښه نیمڅی، تور نیمڅی دی چې د وری له وړئ څخه جوړیږي. هغه کسان چې د روماتیزم په ناروغئ اخته دي، ډیري یې له نیمڅي څخه کار اخلي.

مشهوره نیمڅئ په بازار کی د لیګان د ورس ولسوالی پوری اړه لری او دا سیمه د بامیان یوه لری پرته سیمه بلل کیږی.

تقریباٌ په ټولو کلیوالي مرکزي سیمو کې ښځې مختلفو لاسي کارو باندې پوهېږي او د کور فرش په توګه هم نیمڅي جوړوي.

نیمڅی څه ډول جوړیږي؟

آمنه چې له دې وړاندې په دایکندي ولایت کې هم نیمڅي جوړول، وایي وروسته له دې چې د پسنو وړئ راغونډې شوې، وړئ د کیفیت او رنګ له نظره طبقه بندي کیږي او د ځوان او آباده پسنو وړئ د نیمڅي جوړولو لپاره غوره کیږي. لومړی، وړئ پاکو اوبو سره مینځل کیږي ترڅو چې پاک او نرم شي. وروسته مینځل شوی وړئ نازوکو لښتو سره ټکول کیږي چې نښتي تارونه له یو بل څخه جلا شي.

د هغه وروسته، وړئ په هواره ځمکې باندې اچول کیږي، په دغه مرحله کې باید احتیاط وشي چې وړئ د نیمڅی له اندازې څخه لږ پراخ واچول شي، ځکه چې اندازه یې په تدریج سره بېرته راټولېږي. وروسته بیا ځانګړې غرنیزې پوټې چې نیمڅی کلکوي په اوبو کې خوټول کیږي او د نیمڅي له پاسه پرخ وهل کیږي. له هغه وروسته نیمڅی د میله په ډول راټولیږي او اکثراٌ د ښځو لخوا څولول کیږي ترڅو د نیمڅی تارونه له یو بل سره ونښلي او نیمڅی ونه شیندل شي. د نیمڅی د څولولو په وخت کې څو واره خوټېدلې اوبه له پاسه پرې شیندل کیږي ترڅو نیمڅی خپل ځان کلک کړي.

معمولاً یو نیمڅی درې وارې څولول کیږي. په کلیو او بانډو کې ښځې د نیمڅی څولولو لپاره یو بل سره د حشر مرسته کوي. نیمڅی څولول د همغږی یو قوي نښه او د مرکزي سیمو په کلیو کې د مشترک کار یوه روحیه ده او د کلیو او بانډو اوسېدونکي سره یو موټی کوي.2

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.