نوي استعدادونه د لیدونکو د سترګو پر وړاندې

1د هر هېواد د فرهنګ ودی او پرمختګ هنري، ادبي او فرهنګي استعدادونه د شرایطو په کشف او پېژندلو پورې اړه لري. په حقیقت کې نوي او تازه استعدادونه د هنر او کلتور پرمختګ لپاره محرکه موتور بلل کېږي. دا دقیق هغه کار دی چې نړیوال رواني ټولیزې موسسې (ایپسو) فرهنګي څانګه یې ترسره کوي. د کابل فرهنګي کانتینر د اکفیر په ستر زراعتي او صنعتي نندارتون کې ګډون وکړ چې د ۲۰۱۵ کال اکتوبر میاشتی د ۱۴-۱۷ پورې د کابل ښار په بادام باغ سیمه کې په لار اچول شوی وه. د مختلفو او بااستعداده هنرمندانو په لسګونو ښکلی نقاشي په ښکاره کولو سره دغه نندارتون له نورو سره کلک توپیر درلود. په همدې دلیل د هریو لیدونکی پام یې ځانته جذبوه.

د خلکو هرکلی د ستایلو وړ وه، هغوی هنري آثار چې د هېواد د فرهنګ، طبیعت او دود د ښکلا ښکارندوی وه او نندارې ته اېښودل شوی وه ډیره علاقه ښودله او د خپل کور او دفترونو تزئین لپاره یې نقاشي ګانې پلورل. راتلونکو کسانو د آثارو د خاوندانو او دا چې څنګه او چېرې کولای شي د دغې هنر زده کولو په موخه خپل اولادونه ولېږي معلومات غوښتل. هغه هنرمندانو چې خپل هنري آثار یې نندارې ته وړاندې کړې وه او کله چې د لیدونکو شور او شوق سره مخامخ شول د لاښه آثارو د جوړولو په اړه یې فکر کاوه. یوې ځوانې انجونی ویل: زه په نقاشئ میینه یم لیکن نه پوهېږم چې څنګه او چېری خپل دغه استعداد وځلوم.2

موسیقي د برنامې یوه بله برخه وه. نوي هنرمندانو هم موسیقي غږوله او هم یې سندرې ویلې ترڅو خپل استعدادونه خلکو ته ښکاره کړي. لیدونکي د دې ترڅنګ چې د هنرمندانو سندرې یې آورېدلې، زمونږ فرهنګي کارکونکو ته به یې ویل چې تاسو وګورې چی څنګه ټولنیز شرایط او کورنۍ چاپېریال د دوی د استعدادونو د پرمختګ خنډ ګرځېدلی دی.

د نړیوال رواني ټولنیزې موسسې فرهنګي کانتینر لوحه زیات شمېر خلکو ته یو نوی شی وه، له ډېر شوق او علاقې سره، کورني او بهرني لیدونکو د نړیوال رواني ټولنیزې موسسې فرهنګي فعالیت په اړه به یې پوښتنې کولې او د هغه څخه یې هرکلی وکړ. او په دې به یې فکر کاوه چې څنګه کولای شي چی خپل د کار او ژوند په چاپېریال کې فرهنګي ډیالوګ ته وده ورکړي.

U

U

د رواني روغتیا په اړه د وړیا مشاورې په برخه کې خبرتیا

یو معلول سړی او ښځې د رواني روغتیا وړیا مشاوره د خبرتیا د پاڼې پورته کولو سره، د دغې څانګې پېژندلو ته یې هم لاره هواره کړه. د نړیوال رواني ټولنیزې موسسې د رواني روغتیا وړیا مشاورې په اړه، د دغې موسسې د کارکونکو لخوا مفصل معلومات وړاندې شول. یوه ښځه چې دغه خبر پاڼه یې په خپل لاسي دسکول کې کیښودل داسې یی وویل، دا عادي ژوند ته بېرته د ستنېدو فرصت دی.5

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.