نوروز: نوې ورځ، نوی فصل، نوی پیل

په ایران، ترکیه، د قفقاز چاپېر هېوادونه، د منځنی آسیا او سویلي آسیا هېوادونه د افغانستان په ګډون له متفاوتو هنري او فرهنکي برنامو سره د نوی لمریز کال” نوروز “را رسېدل ته هرکلی وایي او په جشنونو یې لمانځي. د پسرلي د ښه راتلو په موخه د بدخشان فرهنګي کانتینر د شعر یوه شپه یې له شاعرانو، لیکوالانو او د بدخشان او تخار ولایتونو د ټولو سیمو هنرمندانو سره یې د دی ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د کنفرانسونو په تالار کې ولمانځله. برنامه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه او بیا وروسته شعر ویل او په فرهنګ کې د نوروز د تاریخ څېړل، د بدخشان د خلکو دود او رسمونه او همدارنګه فارسي ادبیاتو کې د پسرلي د معنا او مفهوم څېړل پیل شول.

1

د بدخشان د خلکو په فرهنګ کې، پسرلی د وخت او د هوا حالاتو تغیرېدلو څخه لا یو ستر شی دی.  د خلکو د فرهنګ له نظره، نوروز نه یوازې د طبیعت بیا تازه کېدل دي چې هغه کې هر څه لکه د ونې پاڼې او واښه له منځه ځي او نوي را شنه کېږي بلکې د انسانانو لپاره یو فرصت هم دی ترڅو خپل تېر شوی یو کلن عمر وڅېړي او د نوي کال برنامې او موخې په ګوته کړي. کله چې پسرلی رارسیږي نو خلک پرېکړه کوي چې خپل ټېرې تېروتنې او خطاګانې له منځه یوسي، هغوی خپل کور پاکوي او ځانونه مینځي او له هرډول ذهني ککړتیا او مسمومیت څخه خپل ځان ژغوري او په یو خوشحالی سره د پسرلي په لور حرکت کوي او له نوي هیلو سره یې پیلوي. نوروز په یو ډول له نويو وسایلو، امکاناتو او هیلو سره د ژوند پیلول یو نوی پیل دي. نوروز او پسرلی څخه د داسې ډول هیلو درلودل کیدای شي چې په فارسي کلاسیک ادبیات او اسلامي عرفان کې وڅېړل شي.

2

برنامه د یادګاري انځورونو اخیستلو او د ښکلی او آرام احساس ورکونکی موسیقي سره چې د بدخشان بااستعداده هنرمند بهرام نجم لخوا غږول کېده پای ته ورسېده. ګڼ شمېر کسانو د پوهنتونونو محصلین، سیمه ایز مشران، د دولتي او غیر دولتي ارګانونو کارکونکي په دې برنامې کې ګډون کړی وه.

3 4

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.