د افغانستان لومړنۍ ادبي ټولنه، د هرات ځوانانو د خواخوږی کور

همیشه گردش دنیا به طور یکسان نیست
به روی مزرعه حتا همیشه باران نیست

حقایقی که به دنیای چشم ها جاریست
توان شرح و بیانش به دست انسان نیست

تمام درد وغم روزگار می‌گذرد!
همیشه «یوسف» مصری درون زندان نیست

برای من که زنم زندگی تراژیدی ست 
سرودن غزل عاشقانه آسان نیست

اگرچه درد درین شهر وخانه بسیار است
ولی به وسعت اندوه و درد «مژگان» نیست

مژگان فرامنش

***

1 د هرات ښار څخه په خپل لومړنۍ لیدنه کې، د غرمې په یوه نیمه بجه د ځوانانو یو لوړ پرواز او هیله منده ډلې سره مخامخ شوم چې د هرات ادبي ټولنی لور ته روان وه، ترڅو د نقد او شعر ویلو په اونیزې غونډه کې ګډون وکړي. د نقد او شعر ویلو غونډه هره اونۍ د چهار شنبې په ورځ د هرات په ادبي ټولنه کې جوړیږي. زه له پخوا هم د هغوی یو شمیر غړو سره آشنا وم، او د فرصت څخه په استفادې سره می له هغوی څخه وپوښتل چې څه شی د دې لامل ګرځي چې لا اوس هم دغه ۸۵ کلن ادبي ټولنی ته ورځي.

عباس عارفي یو تن محصل په دې باور دی چې ادبي ټولنه ( یو آشنا او د دوستی فضا لري چي هم انجوني او هلکان کولای شي خپل شعرونو او کیسې ولولي او د یو بل نقد او نظرونه واوري.) هغه زیاتوي چې د ادبي ټولنی په ناسته کې د نظرونو د تبادل زمینه برابریږي او مختلفې موضوع ګانې تر بحث لاندې نیول کیږي.

عارفي وایي چې (لومړی ځل زه یو جدي بحث چې د ادبیاتو په اړه وه په دغه ادبي ټولنه کې مخامخ شوم، په ما کې د ادبیاتو په اړه یوه نوې علاقه پیدا شوه او په نوي مسایلو باندې پوه شوم.)

ولي شاه بهره د هرات ادبي انجمن مشره، په سیمه کې د ادبي ټولنی پر اغیره باندې تاکید بر سېره وایي (نور ولایتونه د فعال او دوامدار ادبي ټولنو د جوړولو لپاره کولای شي چی زمونږ له تجربو څخه ګټه واخلي.)

د هرات ادبي ټولنی درې اونیزې غونډې جوړوي: هره اونې د دو شنبې په ورځ، داستان ویل او نقد، د چهار شنبې په ورځ د ځوان د شعر نقد او ویل او د پنجشنبه په ورځ د بېدل د شعر نقد او ویلو ته ځانګړې شوې ده. مولانا ابوالمعانی میرزا عبدالقادر بېدل (۱۰۵۴ ه ق. – ۱۱۳۳ ه. ق.) چې په دهلوي بېدل هم مشهور دی په هند کې د مغل شاهانو په دوران کې  د فارسي/دري د شعر او تصوف برجسته څېره وه. 2

د نقد او ویلو برنامې همیش له ارزونی او د راپورونو او د اونۍ فرهنګي پیښو سره پیلیږي. وروسته له هغه ګډونوال، کېسې، کتابونه او شعرونه یې چې د اونۍ په بهیر کې لوستلې دي یو بل ته ورپېژنې. وروسته له دې هر څوک خپل نوی شعر او کیسه لولي او ټولو ګډونوالو ته یې تشریح کوي او وروسته بیا نقد پیلیږي.

څرنګه چې ښاغلی بهره توضیح ورکوي، د هرات ادبي ټولنه د نوي ادبي کارونو تولید، شکل او محتوا له لحاظه یو متفاوت شکل باندې ټینګار کوي.

نیلوفر نیکسیر چي د هرات په ادبي ټولنه کې چی د شعر سره د آشنایي دورې درس پر مخ وړي او د شعر نقدولو د غونډې یو تن دایمي چمتو کوونکې هم ده –  داسی وایي: په دغو ناستو کې مونږ یوازي شعر او کیسې نه وایو بلکې دا ارزونه هم کوه چې کلمې او کرښې څه ډول کارول شوې دي او هره کلمه په شعر اویا نثر کې څه ډول مستقیم اویا استعاري معنا انتقالوي)

د ادبي اونیزی ناستو ترڅنګ، د هرات ادبي ټولنه د فرهنګي مناسبتي غونډو په جوړولو کې هم مخکښ دی، له شاعرانو او ځوانانو سره مرسته کوي ترڅو خپل ادبي کارونه نشر ته وسپاري، او خپلو آثارو د نقد او پېژندلو لپاره د لوستلو او ننداریزې برنامې جوړې کړي.

ښاغی بهره وایي چې د هرات د ادبي ټولنی ډیري ګډونوال او غړي ځوانان دی، او د ځوانانو ترمنځ اکثریت یی انجونې دي. د ښځو او ځوانو انجونو پیاوړی حضور د دغه ولایت په فرهنګي فعالیتونو کې چې ظاهراً د کابل او مزار شریف ښارونو څخه محافظه کار او تړلی معلومیږي، هیله لرونکې یا امیدوار کوونکی دی.

̓در هر دو طرف تفنگ می اندازد
هی دانه برای جنگ می اندازد
ما جنگ در آوردن آن را داریم
هشیار به چاه سنگ می اندازد̒

جاوید نبی‌زاده

د افغانستان لومړنۍ ادبي ټولنه

د هرات ادبي ټولنی چې په کال ۱۳۰۹ هجري شمسي (۱۹۳۰ میلادي) کې تاسیس شوې ده، په افغانستان کې لومړنۍ ادبي ټولنه ده چې خپل ژوند یی په څو لسیزو کې له ډیرو کندو او ژورو څخه تېر راباسلی دی.

دغه ټولنه تل د شاعرانو او لیکوالانو فعال مرکز اوسېدلی، او د هرات د شاعري دود په ژوندی ساتلو کې یې کلیدي ونډه درلوده او په مختلفو دورو کې د نورو فعالیتونو ترڅنګ ادبي مجلې یې پخپله چاپ کړي هم دي. د هرات د ادبي ټولنی غړي هم په خپل دوران او یا زمانه کې ستر شاعران او لیکوالان وه.3

که څه هم د ادبي ټولنی د فعالیت لاره تل هواره نه وه، په افغانستان کې د سیاسي رژیمونو تغییر د ټولنی فعالیتونه یې متاثره کړي دي. په ۱۹۴۳ کال کې د ادبي ټولنی د مجلې نشر ودریده، د ټولنی نورو فعالیتونو هم ورو ورو خپل رنګ دلاسه ورکړ او لیکوالان او شاعران هم پراګنده شول.

پنځه کاله وروسته، په ۱۹۴۸ کال کې ادبي ټولنه د عبدالله خان ملکیار په مرسته د هغه وخت د هرات والي وه او خپل فعالیتونه یی له سره پیل کړل او دا ځل د هرات ادبي کلوپ په نوم ونومېده. یو کال وروسته، د خواجه عبدالله انصاری چې د هرات پير په نامه هم نومېده د مړینې ۹ سوه کلن کلیزې په مناسبت، د هرات ادبي کلوپ نه د هرات انصاری ادبي کلوپ په نوم واوښت. په دغه وخت کې د مجلو او د ټولنی د نورو معمولو فعالیتونو ترڅنګ، د ادبي ناستو جوړونه او د انګلیسي او روسي ژبو تدریس هم پیل شو. او همدا وخت وه چې سیمه ییز سوداګر عبدالله خان ملکیار یې تشویق کړ او د ادبي انجمن د ودانئ جوړولو لپاره یې مرسته وکړه او د ټولنی ودانئ یی د ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست ترڅنګ جوړه کړه.

من شبیه زنی که با یک دست شب گهواره را تکان داده ست 
باهمان دست دیگرش هر روز روشنی را به دو جهان داده ست

من شبیه زنی که غمگین ست، دست‌هایش به آسمان بالاست
دردهای عمیق در چشمش،گریه هارا به آسمان داده ست

مژگان فرامنش

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.