د سولې لپاره زرګونی موسکا

د سلګونو ښکلو انځورونو لیدل چې زوړ، ځوان، ښځه او سړی، زده کونکی او ښوونکی، سیاستوال او صنعتګر، ټول تاته خاندې، چې د ستوری ښوونیز ټولنې پر دېوال انځور شوي وو یو ښکلی او لیدونکی منظره وه. د داسې نورو محافلو او ناستو په توپیر چې له غال مغال سره یوځای وي، لیکن خلکو نن د دغې نندارتون جوړونکو ته په آرامئ سره غوږ نیولی وه او هریو انځور ته به یې په ځیر سره کتل. شاید هغوی کولای شوی چې د چاپ شوي پرترو د صاحبانو احساسات د انځور ښکارولو په وخت کې ولولي. یو شمېر نندارچیان په داسې حال کې چې انځورونو ته یې کتل  یو بل ته به یې په حیرانتیا سره ویل: د دغو هر یو انځور په لیدو سره څنګه سړي ته آرامتیا ورځي او څه ډول به امکان ولري چې د دغو انځورونو ننداره د ننی ماتېدونکی ورځ وضعیت سره د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي؟

1

«د سولې لپاره زرګونی موسکا» د یو ستر او خندا څخه ډک نندارتون کمپاین نوم دی چې د پرته له تاوتریخوالی نړۍ بنسټ په نوښت سره په لاره اچول شوی ده. دغه کمپاین د زرګونو موسکا انځورونو د راغونډولو په شمول دی چې د افغانستان له ټولو سیمو څخه، قومي او مذهبي ګروپونو، او د نړۍ ځینو سیمو په ګډون دی چې د نندارتون په توګه په کابل، مزار او هرات ولایتونو کې نندارې ته وړاندې کېږي. همدې ورځې سره سم، مینانو نړیوال ورځ وه، هغوی د ستوري د ټولنې په محوطه کې د دغو انځورونو یو نندارتون یې نندارې ته وړاندې کړ. د دغې ټولنې اصلي موقعیت پل سوخته ته نږدې، د بس پخوانی تم ځای، د کابل ښار په ښپږمه ناحیه کې دی.

2

فیض محمد صداق د نندارتون یوتن جوړونکي څخه دی، هغه وایي:« مونږ په زرګونو موسکا پورترې انځورونه د افغانستان له مختلفو قبایلو او قومونو څخه راغونډې کړې دي او همدا رنګه د نړۍ له نورو سیمو څخه. مونږ کوښښ کوو ترڅو له دې طریقه په افغانستان کې د شخړې په حل کې مرسته وکړو او د تاوتریخوالی څخه پرته، اتحاد او یووالی فرهنګ نه یوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍ نورو برخو ته هم وغځوو، چې شاید د یو بل ترڅنګ د دایمي سولې په راوستلو کې کامیاب واوسو.»

په افغانستان کې له جګړو څخه تر دې دمه چې د هېواد راتلونکی لپاره یې اندیښنې را پیدا کړي دي، څو وارې همداسی یو شانته کمپاینونه چې د خلکو ترمنځ خواخوږی، یووالی او هیله راپیدا کوي په لار اچول شوي دي.

قدرت الله رجوي یو له سوله غوښتونکو فعالانو او د نه تاوتریخوالی نړۍ بنسټ غړی دی چی په دی باورمند دی چې که څه هم دا ډول کارونه نه شي کولای هغه ستونزې لکه بیکاري، فقر او ناامني لرې کړي لیکن دغه کړنه کولای شي د مایوسه شويو اذهانو په بدلولو کې مرسته وکړي ترڅو د راتلونکی لپاره هیله مند واوسي چې هغوی دا فکر کوي هیڅ یو بله لاره پرته له افغانستان څخه ټېښته اویا هم ټوپک اخیستل شتون نلري. ځکه راتلونکی د زغمولو وړ او د نه د زغمولو وړ لیدل کېږي.

هغه وایي: « له دې کار څخه زمونږ هدف د خلکو په منځ کې د هیلې او اعتماد رامنځته کول دي. ځکه له دې لاری خلک خپل په وړتیاو او استعداد باندې باور کوي او په دې باندې به وپوهېږي چې سوله پرته د هغوی له ګډون څخه ناشونې ده او د نورو په دخالت نه شي راتلای. یوازې مونږ کولای شو چې یوه سوله ایز راتلونکی د ځان لپاره جوړ کړو. که چېرې خلک دا ومني هغه څه چې دوی غواړي پرته له تاوتریخوالی څخه هم کولای شي چې له مختلفو لارو څخه یې لاسته راوړي، نو هیڅکله به تاوتریخوالی څخه کار وانخلي.

3 4

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.