(English) The Smile of Hope

! په دیړ بښنی سره، نوموړی متن ته په پښتو ژبه کی لاسرسی نشته

Comments Off on (English) The Smile of Hope

(English) The Hope Generation

! په دیړ بښنی سره، نوموړی متن ته په پښتو ژبه کی لاسرسی نشته

Comments Off on (English) The Hope Generation

(English) Passions in Nursery

! په دیړ بښنی سره، نوموړی متن ته په پښتو ژبه کی لاسرسی نشته

Comments Off on (English) Passions in Nursery

(English) Kids and Ramadan

! په دیړ بښنی سره، نوموړی متن ته په پښتو ژبه کی لاسرسی نشته

Comments Off on (English) Kids and Ramadan

د توریزم (سیلانی) صنعت او فرهنګي تبادل

Pix 1د توریزم صنعت د مدرن اقتصاد ستره برخه جوړوي او زیات شمېر هېوادونه په دې برخه کې پانګه اچونه کوي ترڅو د ټولې نړۍ د سیلانیانو پام د خپل هېواد فرهنګ، تاریخ او جغرافیی ته راواړوي. لیکن د توریزم اهمیت یوازې د هېواد اقتصادي پراختیا کې نده بلکې ونډه یې فرهنګي تبادلات، د ملتونو تاریخ او فرهنګ، د نړۍ نورو خلکو ته په پېژندلو کې هم فوق العاده اهمیت لري. هغه سیلانیان چې د یو هېواد څخه لیدنه کوي نو کله چې بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي له ځانه سره زیات اندازه معلومات د لیدل شوی هېواد له فرهنګ، تاریخ، طبیعت او جغرافیا څخه همدا راز ښه او بد یادونه چې د هغه هېواد د لیدو پرمهال یې تجربه کړي دي خپل هېواد ته وړي. لوستلو ته دوام ورکړئ

Comments Off on د توریزم (سیلانی) صنعت او فرهنګي تبادل

هیله او هنر د دره نور په ولسوالی کې

Pix 1د دره نور ولسوالی د ننګرهار ولایت یو له آرامو او امنو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي. دغه ولسوالی د دې ولایت په شمالي برخو کې پرته ده. د دې ولسوالی خلک په پښتو او پشه یې ژبو خبرې کوي او بزګري د خلکو د معیشت تامینونکی ستر تأمینونکي بلل کیږي.  که څه هم د دره نور ولسوالی یو شمېر خلک نورو ولسوالیو او ښار ته د کالیو لېږد رالېږد او خرڅلاو له طریقه خپل عاېد ترلاسه کوي. دغه ولسوالی د ننګرهار یو له ستر جمعیت لرونکی ولسوالیو څخه دی چې نږدې ۱۲۰۰۰۰ نفره اوسېدونکي لري. د دره نور ولسوالی د اوسېدونکو بیا بیا غوښتنې سره سم، د ننګرهار ولایت فرهنګي ټیم پرېکړه وکړه ترڅو د دغې ولسوالی د بمبه کوټ په کلی کې یو فرهنګي غونډه جوړه کړي. په دې اساس یو شمېر زیات فرهنګي فعالین، شاعران او د جلال آباد ښار هنرمندانو هم تصمیم ونیوه ترڅو د فرهنګي کانتینر ټیم ملتیا وکړي. لوستلو ته دوام ورکړئ

Comments Off on هیله او هنر د دره نور په ولسوالی کې

د بلخ بنګړیوالان

Pix 1افغانستان نه یوازې چې د هغه جیوپولیتیک موقعیت له وجې چې ختیځ، لوېدیځ، سویلي او مرکزي آسیا هېوادونه یې سره وصل کړي اهمیت لري، بلکې د تاریخ له نظره افغانستان د مختلفو فرهنګونو او مدنیت د تلو راتلو لاره هم اوسېدلی. تاسې کولای شئ چې د افغانستان د مختلفو ښارونو د اوسېدونکو فرهنګي او دودیز مشابهتونو ته د هند شبه قارې اوسېدونکو له فرهنګ او د پارس فلات او منځنی آسیا سیمو خلکو دودونو ته متوجه شئ. د هېواد لوېدیزې سیمې اوسېدونکي د ایران د بلوچستان سیستان او خراسان اوسیدونکو سره د پام وړ فرهنګي یو رنګوالی لري او د افغانستان ختیځ او سویلي ښارونو اوسیدونکي د پاکستان له شمالي او لویدیز او د هند له ختیځې سیمې سره تر زیاته حده فرهنګي یووالی لري او همدارنګه د هېواد مرکزي او شمالي ولایتونو اوسېدونکي د منځنی آسیا مختلف ملتونو سره د پام وړ فرهنګي مشابهت لري. البته دغه فرهنګي یووالی او مشابهتونه ځانګړی ولایاتو ته محدود نه دي بلکې د هېواد په سترو ښارونو کې لکه کابل، مزارشریف، هرات، کندهار، جلال آباد او غزني کې مختلف قومي او مذهبي ګروپونه خپل فرهنګي ځانګړتیاو سره ژوند کوي. لوستلو ته دوام ورکړئ

Comments Off on د بلخ بنګړیوالان

پسرلی په مزارشریف کې

بیا بوریم به مزار ملا محمد جان…سیل گل و لاله زار واوا دلبر جان

1هغه پېژندل شوی دو بیتي چې څو لسیزې وړاندې د مزارشریف د ښکلا په اړه هراتي انجلي لخوا چې خپل میین ملا محمد جان مزاري ته ویل شوې وه او د مختلفو سندرغاړو لخوا سندریز قالب کې د سندرې په توګه ویل شوې ده، چې معمولاٌ دغه سندره د پسرلي په موسم کې د پسرلی او بلبل مینه والو د اورېدلو غږ ګرزېږي…. لوستلو ته دوام ورکړئ

Comments Off on پسرلی په مزارشریف کې

په ننګرهار کې د مسلمانانو او سیکانو ترمنځ د دویم ځل فرهنګي خبرې اترې

Pix 1د اعتماد له منځه وړل او خلکو سره د اړیکو پرې کول د جګړې او بې ثباتی تر ټولو بده پاېله ده چې په پاېله کې په انساني بې نظمي او فجایع بدلېږي. د جکړې څخه وروسته هېوادونو کې، د فرهنګي خبرو اترو پلی کول د ټولنیزو ګروپونو تر منځ د اعتماد او دوستانه اړیکو بیا رغول او جوړول تر ټولو یوه اساسي وسیله ده.

لوستلو ته دوام ورکړئ

Comments Off on په ننګرهار کې د مسلمانانو او سیکانو ترمنځ د دویم ځل فرهنګي خبرې اترې

خدیجه او د هغې نیا لپاره یوه خوشحاله ورځ

1کله چې خدیجه له خوبه اوچته شوه، د نورو ورځو په نسبت خوشحاله وه. خپل ځان سره یې فکر وکړ چې نن ورځ د هغې لپاره فوق العاده ورځ ده ځکه خپلو ملګرو سره به یوه ځانګړی ورځ تېره کړې لیکن تراوسه نه پوهېدله چې څنګه؟ د کابل فرهنګي کانتینر ټیم د جوجو تیاتر بروشور یې ورته ورکړی وه، ترڅو سبا سهار له خپلې کورنۍ سره د جوجو نانځکې د تیاتر لیدو لپاره فرهنګي کانتینر ته راشي. دا یوازې خدیجه نه وه چې ګمان یې کاوه چی یوه خوشحاله ورځ به یې په برخه وي. د سلو څخه زیات کوچنیان او نوي ځوانان، انجونې او هلکان چې د کابل فرهنګي کانیتنر به انګړ کې ناست وه همدا حس یې درلود. لوستلو ته دوام ورکړئ

Comments Off on خدیجه او د هغې نیا لپاره یوه خوشحاله ورځ