موسکا د اعتماد د چترئ لاندې بریالیتوب

1انسانان هغه وخت خپل موخو ته رسېږي چې نه یوازې په کافي اندازه په خپل نفس اعتماد ولري بلکې خپل ملګرو باندې هم اعتماد وکړئ. دغه زمونږ د جدیت، موخو او هېلو د تعقیبولو بنسټیز شرط بلل کېږي. د کابل فرهنګي کانتینر خپل د تېر کال فعالیت یې د سیمې مشرانو، کوچنیان، ځوانانو، هنرمندان او هنري څېرو په مستقیم او غیر مستقیم ګډون او ملاتر سره په بریالیتوب پای ته ورسوه. د بالقوه او پټو استعدادونو کشف او ټولنې ته د هغوی پېژندل، د دوستئ د حس لوړول، خلکو او د کابل فرهنګي کانتینر د مخاطبانو ترمنځ اعتماد او پیوستون د دغې فرهنګي او هنري مرکز د ۲۰۱۵ کال مثبتې لاسته راوړنې دي.

2«اعتماد مونږ سره یوځای کوي رازئ چې یوبل باندې اعتماد وکړو» تر نامه لاندې د دې فرهنګي او هنري مرکز یوه له وروستیو برنامو څخه وه چې د ۲۰۱۵ کال دسمبر په ۱۷ کې جوړه شوه. اعتماد او د اعتماد په اړه آورېدل فرهنګي او هنري څېرې، د پوهنتونونو محصلین، د ښونځیو زده کونکي او د کابل فرهنګي کانتینر شا او خوا اوسېدونکي په ډېر شوق سره د یو چتر لاندې راغونډ کړې وو. ځکه اعتماد د انسانانو د ټولنیزې اړیکې او پیوستون بنسټ ګڼل کېږي. هغه کوچنیان چې یوبل یې نه پېژندل اوس د یوبل په خوا کې ولاړ دي او په یو آواز ترانه وایي. د کابل په فرهنګي کانتینر کې ځوانان او تنکي ځوانان د همدلئ او یو بل قبلولو د حس په ترلاسه کولو سره، د صداقت د نانځکې تیاتر، وفاداري او اعتماد یې د دوه سوو څخه زیات نندارچیانو پر وړاندې نندارې ته وړاندې کړه.

3محمد اسماعیل، یو ۶۰ کلن سړی چې کار یې کراچی چلونه ده په شوق سره یې د ګذر وکیل خبرو ته چې د خلکو په منځ کېl کولې غوږ نیوه. مونږ باید د اعتماد حس له خپلو ماشومانو څخه پیل کړو مونږ باید راتلونکی نسل لپاره د اعتماد نمونې واوسېږو او کار باید په عمل کې ښکاره کړو نه په خبرو.

4مېرمن ثریا د هغه ماشومانو له ځینو میندو سره چې په کانتینر کې یې ګډون کړی وه د داسې برنامې شاهده وه چې د هغوی ماشومانو په کښې سهم درلود. نن زمونږ بچیان خپل وړوالی او فعالیت آزمایي او دا مرسته کوي ترڅو په راتلونکی کې کوښښ وکړي او بریالي اوسي. ما هیڅکله هم خپل ماشومانو ته د هغوی د استعداد او اعتماد په اړه څه نه دي ویلي لیکن نن هغوی په کور کې مونږ سره د اعتماد او صداقت په اړه خبرې کوي او دلیل یې فرهنګي کانتینر ته خپل راتګ بولي.

۲۸ کلن داود فدایي کابل ښار کې د پولیسو سرتېری دی. هغه هیڅکله هم دا فرصت نه دی ترلاسه کړی چې په محفلونو کې سندره ووایي او کله نا کله یوازې خپل نږدې ملګرو ته خپل هنر وړاندې کوي.

5

فدایي وویل: ما نن د یو ننداره کوونکی په توګه ګډون کړی وه، لیکن په واقعیت سره چې د کابل فرهنګي کانتینر تر اغېزې لاندې راغلم او ما وغوښتل چې یوه سندره ووایم. همدا چې وایي فرهنګي کانتینر د استعدادونو د ښودلو ځای دی زه یی په دی خبره باورمند کړی یم.

6سجاد د رپ موسیقی مینه وال دی او کابل فرهنګي کانتینر د خپل هنر د ودې یوازینی ځای ګڼي. استرس مې درلود او نه پوهېدم چې د استېژ په سر څه ډول خپل هنر اجرا کړم لیکن نن د کابل فرهنګي کانتینر ستره مرسته راسره وکړه ترڅو په راتلونکی کې استرس هېر کړم. زما لومړی ځل وؤ لیکن لویه تجربه مې ترلاسه کړه. نن وهڅول شوم چې باید خپل دویمی سندرې لپاره زیار وباسم.

7 8 9

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.