پسرلی په مزارشریف کې

بیا بوریم به مزار ملا محمد جان…سیل گل و لاله زار واوا دلبر جان

1هغه پېژندل شوی دو بیتي چې څو لسیزې وړاندې د مزارشریف د ښکلا په اړه هراتي انجلي لخوا چې خپل میین ملا محمد جان مزاري ته ویل شوې وه او د مختلفو سندرغاړو لخوا سندریز قالب کې د سندرې په توګه ویل شوې ده، چې معمولاٌ دغه سندره د پسرلي په موسم کې د پسرلی او بلبل مینه والو د اورېدلو غږ ګرزېږي….

2

په رښتیا چې د پسرلی فصل د طبیعت بیا راژوندی کېدو فصل، د ګلونو د پیدایښت او اوچتېدلو، د شنو وښو او سنبل، د خواخوږي او مهرباني او د مینې فصل دی چې دا فصل د افغانستان په شمال کې له ټولو نورو شمال او شمال ختیځو ولایاتو په پرتله، د بلخ په ولایت کې زیات لمانځل کېږي. د مزارشریف په ښار کې د دغه ښار ښاریانو لخوا په ډېره مینه او علاقې سره او همداراز مزارشریف سره د نښتو ولایاتو اوسېدونکو لخوا د مزارشرف سویلي غونډیو باندې چې د شادیان او مارمول په نوم یادېږي، لمانځل کېږي.

د مزارشریف اوسېدونکي د امنیتي ګواښونو برسېره چې دغه ولایت سره نښتې ولایتونو لخوا محسوسبیږي هره اونی د پنج شنبې، جمعی او شنبې په ورځو له خپلو کورنیو او دوستانو سره د سهار پیل څخه دغو تپو ته را درومي او بلخ سیمه ییز او نامتو خواړو په پخولو، لوبي لکه فوټبال، والیبال، توپ ډنده، چلیک ډنده، رسی لوبه، نڅا او موسیقي آورېدل او په لوړو تپو باندې ختلو سره یې لمانځي.

3 4

انځور اخیستونکي او نقاشان هم د کال په دغه موسم کې دښتو ته راځي او د طبیعت ښکلا انځورونه باسي او د دښتو رنګارنګ ګلونو او شنه وښو څخه د انځور اخیستو له طریقه د مزارشریف د دښتو طبیعی ښکلا د زیات وخت لپاره خپل مخاطبینو ته په هنري نندارتونونو کې وړاندې کوي او د یادګار په توګه یې ساتي. لاسي څېزونو پلورونکي او غریبکاره کوچنیان چې اکثراٌ د آیسکریم کراچی، د بوټ رنګولو صندوق او جوش کړې هګې یې په لاسونو کې دي په دغو ورځو کې دغو غونډیو ته ورځي او خپل شیان په هغه خلکو باندې چې تفریح ته راغلي دي پلوري.

5د مزارشریف یو تن اوسېدونکی فرید احمد چې د تفریح لپاره د شادیانو غونډی ته ورغلی دی، هیله مند دی چې په افغانستان کې یو تل پاتې سوله راشي ترڅو وکولای شي چې د افغانستان هرې سیمې ته سفر وکړي او خپل د هېواد طبیعي ښکلا څخه پرته له کوم ډار او امنیتي اندېښني لیدنه وکړي.

6

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.