د هرات ولایت په لرې پرتو ښوونځیو کې هنري نندارتون

HS1د رواني ټولنیزې نړیوالې موسسې فرهنګي کانتینر په هرات ولایت کې د لرې پرتو سیمو ښونځیو لپاره د هنري آثارو نندارتون په لاره اچوي. دغه آثار چې د هرات ځوان هنرمندانو لخوا ځانګړی شوی، هغه ښوونځیو ته به د نندارې لپاره یوړل شی چې د ښار مرکز څخه لرې دي او زده کوونکي یې نه شي کولای چی د هنري او فرهنګي فعالیتونو لپاره ښار ته ودرومي تر څو د هنري نندارتون څخه لیدنه وکړي.

د دغو ښوونځیو زده کونکي او ښوونکي په خپلو ښوونځیو کې له دا ډول پروګرامونو څخه هرکلی وکړ. او د خپلو ښوونځیو په چاپېریال کې یی د هرات ولایت ځوانو انځورګرو او هنرمندانو هنري آثارو په لیدو سره ډیر خوشحال وه.

په دغه نندارتون کی د نقاشي، خطاطي، میناتوري او عکاسي آثار وه چی د بیلابیلو هنرمندانو لخوا جوړ شوې وه. د دی ښوونځي زده کونکي چې هیڅکله یې هم د نقاشي نندارتون څخه لیدنه کړې نه وه، د دغو آثارو په لیدو سره خوشحال وه او ویل یې چې دغه نندارتون هغوی ته یې یو الهام ورکړی ترڅو خپل هنري استعدادونه کشف کړي او ورته وده ورکړي.

د نندارتون له جوړېدو څخه وړاندې، د هرات ولایت فرهنګي کانتینر زده کونکو ترمینځ د فرهنګي خبرو اترو په ذریعه د هنر اهمیت په اړه یې له هغوی سره بحث کړی وه او د دې شاهد وه چې هغوی له خوشنویسي او نقاشي سره څومره مینه لري.HS3

دغې نندارتون څخه د نندارې په وخت کې یو تن زده کونکی داسې وویل:« نقاشي او خوشنویسي زمونږ په ښوونځی کې یو له درسي  مضامینو څخه دي، لیکن مونږ له دې نه وړاندې هیڅ وخت د نقاشي او خوشنویسي داسې زیرمتون لیدلی نه وه او دا نندارتون مونږ هڅوي.» د دغې نندارتون په لړ کې زده کونکو به له فرهنګي کارکونکو او هنرمندانو څخه د نندارتون آثارو په اړه پوښتنې کولې. دغه آثار د هغوی د زیار حس یې را ویښ کړی وه چې د هغوی له خبرو او پوښتنو څخه ښکارېده.

د هرات په کانتینر کې د فرهنګي خبرو اترو موضوع د ټولنې په کچه د فرهنګي خبرو اترو له لاري د زده کړې او پوهې د کچې لوړول بلل کیږی او دا نندارتون د زده کړې د چاپیریال ښه کولو او معاصر هنر سره د زده کونکو د آشنایی په موخه په لار اچول شوې وه.

فرهنګي کانتینر د لمړی ځل لپاره دغه نندارتون د هرات ولایت په فطري سلجوقي ښوونځی کې په لاره اچولې وه او د دغې نندارتون جوړول به په نورو ښوونځیو کې هم دوام  لري.HS2

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.