د هرات سپینږیری پوستین جوړونکی

کله چې د ښار لوری ته روانیږو، د هرات پخواني منارونه له لرې په سترګو لګیږي. دغه منارونه چې د تیموریانو د وخت یادګار دي، خو لیکن نن د هرات ښار شمال لویدیز په یوه برخه کې ښوریدلي حالت کې ولاړ دي. کله چې ښار ته دننه کیږې د مدرن سوداګریز مرکزونو او پلورنځیو ترڅنګ ډیر کوچني لیکن ښکلي دوکانونه هم شتون لري، چې د ښار دودیزه سوداګریري او لاسي صنایع یې ژوندي ساتلې.Herat old furrier 02

د ښار دننه ګرځېدو پرمهال، د چرم ګنډلو یو کوچنی دوکان چې چرمي او د پوستکی څخه جوړ ځېزونه یې د پنجرې هغه لور ته ځلېدل زمونږ پام یې ځانته راواړوه. کله چې دوکان ته د ننه شو، یو سړی چې د وریښمینو خولئ یې په سر وه او چرمي تیکې باندې پلتئ ناست او د یوه چرمي بوټ په ګڼدلو بوخت وه او مونږ ته یې «ښه راغلاست» وویل.

پوستین ګنډل او له چرم او د حیواناتو پوستکیو څخه د نورو بیلابیلو ځېزونو جوړول په هرات کې یو پخوانی صنعت دی. که څه هم دغه صنعت د تاریخ په اوږدو کې له ناخوالو سره مخ وه، لیکن اوس هم ژوندی دی. د غلام حیدر د ژوند کیسه چې په دغه لار کې یې ۹۲ کاله عمر تېر کړی دی، مونږ ته ښکاره کوي چې دغه صنعت په څه ډول مزل کړی دی.

 له مهربانی ډکه مسکا چې د غلام حیدر څېره لاهم له وړاندې څخه مهربانه ښکاره کوي، د دغې صنعت په باب د خپل تېر حال په ویلو سره پیلوي. هغه وایي: « زه د دغې ښار په یوه کلي کې زېږېدلی یم. اته کلن وم چې پلار مې ومړ، له هغه وروسته ما د چرم جوړونې په یوه کارخونه کې خپل کار پیل کړ. تر لس کلنۍ پورې می وکولی شو چی په خپل کار کې ښه ماهر شم، او همدا وه چی نورو به زما څخه زده کول او ما به د هغوی کار څخه ارزونه کوله.»

لیکن د افغانستان سیاسي پیښې تل د غلام حیدر کارونه متاثره کول«د کمونستانو له کودتا وروسته، کارخونه وتړل شوه او کارکوونکي یې بیکاره شول.»

Herat Furrier 01غلام حیدر خپل کار په یو کوچنی دوکان کې پیل کړ، هغه دوکان چې تر اوسه هم پکې کار کوي. هغه خوشحاله وه چې دا ځل یې وکولای شو چی خپل کار په لاره واچوي او د سوداګرئ د ودی لپاره فکر وکړي. لیکن د هغه کار ډیر دوام ونکړ او هغه مجبور شو چې له هیواد څخه وتښتي او په ایران کې استوګن شی. هلته یی هم یو دوکان ونیوه او خپل کار ته یې دوام ورکړ.

هغه وایي څو ورځې یی له کاره تېری شوی نه وی، چې یو شمیر کسان راغلل او هغه نه یې وغوښتل ترڅو په یوی ایراني کارخونه کې د نورو کارګرانو د روزونکی په توګه کار وکړي. غلام حیدر ۱۸ کاله هلته کار وکړ او په سلګونو زده کوونکي یې وروزل. هغه په دې باور دی چې د هغه زده کوونکي په ایران کې د چرم او پوستین اوبدلو په برخه کې یوه پراخه ونډه لري.

وروسته بیا ترکیه ته ولاړ او د پوستین اوبدلو او چرم جوړولو ترکي کارخونو کې یی کار وکړ. هغه وایي: « د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته می وکولی شو چی د کلونو پس بېرته هیواد ته راستون شم. ۷ کاله وړاندې مې خپل کارونه په یوه نندارتون کې خلکو ته ور وپېژندل.» هغه د څو غېر دولتي بنسټونو لنډ مهاله پروژو سره چې د ځایی لاسي صنعت د ملاتړ په موخه او د هرات د پوستین اوبدلو او چرم جوړولو دودونو د ژوندی ساتلو په برخه کې کار کاوه، دنده ترسره کړه.

که څه هم غلام حیدر خپل د ژوند په نهمې لسیزې کې عمر تېروي، لیکن د هغه په کار کې تل نوښت شتون لری. هغه یو مدرن طراح نه دی، لیکن د ښکلو ځېزونو په جوړولو کې ښه او نوښتګره سلیقه لري.

کله مو چې له هغه وپوښتل چې څنګه کار کولای شي چی تر څو له نورو نویو وارداتي ځېزونو سره سیالئ وکړي، وروسته له یوې مکث او یا هم لنډې دمې څخه وایي چې په دې اړه ډیر اندیښمن نه دي: «هر څوک چې د هرات اصلي تولید په لټه کې وي، نو ما ته به حتمي راځی.» لیکن هغه وایي چې پیرودونکي یې ډیر کم شوي دي. دلیل یې دا دی چې د هغه ډیري پیریدونکي بهرنیان جوړوي. خو په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې له کم رنګېدو سره، د هغه کار هم زیانمن شوی دی.

د دوکان په دیوال کې بیلابیل ډیزاین لرونکي کرتئ او واسکټونه ځوړند دي چې هره یوه یی د غلام حیدر په دغه پوخ عمر کې د زحمت او سلیقې ثبوت دی. د افغانستان حکومت هیڅکله هم  داسې ثبات نه درلوده چې د ځایي صنایو څخه ملاتړ وکړي. لیکن دغه صنایع د استادانو او هنرمندانو د زیار او ټینګښت په پایله کې ژوندي پاتې شوی دي.

د افغانستان د صنایو له ډلې څخه، قالین نړیوال شهرت لري او د افغانستان یو له سترو صادراتي توکو څخه ګڼل کیږي. غلام حیدر هلیه مند دی چې د حکومت له قوی ملاتړ سره، د پوستین اوبدلو او چرم جوړونې صنعت هم د نړیوال شهرت څخه برخمن شی.

افغانستان د پوستین اوبدلو پېژندل شوی صنعت نلري. خو بیا هم بهر ته د قره قل د پوستکی له یوه ستر صادرونکی بلل کیږي، لکه هلسینکي د فنلند پلازمینی ته. هلته د قره قل پوستکی د فیشن په مرکزونو کې د لوړ قیمت سره د مزایدې لپاره کیښودل کیږي. د پوستین جوړونې صنعتي شرکتونه له دغو ځیزونو څخه ګران شیان لکه ښځینه ښایسته کرتئ جوړوي. د قره قل د پوستکی سوداګریز او صادراتي مرکز د مزار شریف ښار دی. د قره قل پوستکی له بزګرو څخه پېرودل کیږي او دغه ښار کې را غونډیږي او بیا بهر ته د صادرولو لپاره چمتو کیږي. د قره قل پوستکو کمه برخه د قره قل خولیو د جوړولو لپاره کابل ته ځي. حامد کرزی د افغانستان پخوانی ولسمشر د قره قل خولۍ په سر کولو سره په کورنۍ او بهرني سفرونو کې یی، دا خولی مشهوره کړه. دا باید و وایو چی یوه نقره یې او یا قهوه یې رنګه قره قل خولۍ له زر امریکایي ډالرو څخه اوچته پلورل کیږي.

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.