په بلخ کې د اعتماد دیوال

01د بلخ ښاریانو ته د اعتماد کلیمې څخه یادونه کومه نوې اویا ناپېژنده پدیده نه ده. کله چې خبره د اعتماد کېږي نو هریو پوهېږي چې اعتماد د انسان  د ټولنیزې اړیکو او ټګلارو بنسټ ګڼل کېږي. لیکن دا یو کلي او نظري مفهوم دی. خلک په خپل عملي ژوند کې د اعتماد په ونډې دومره پام نلري. د ایپسو فرهنګي کانتینر په بلخ کې له یو هنري ابتکار سره، د دیوال رنګولو(ګرافیتي) هنر څخه په استفادې سره کوښښ وکړ ترڅو د اعتماد مهمه ونډه د انسان په عملي ژوند کې د هنر په قالب کې په انځور وباسي. د هغه برنامې پر اساس چې د بلخ فرهنګي کانتینر لخوا جوړه شوې وه، ۲۰۱۵ کال دسمبر په لومړی ورځ لسګونه کسان د مولانا کتابتون د کنفرانسونو په تالار کې را غونډ شوې و ترڅو د بلخ لومړی ګرافیتي «د اعتماد دیوال) یا دیوال انځورنی په نندارتون کې ګډون وکړي.

02 03

د برنامې په پیل کې ښاغلی صالح محمد خلیق د بلخ اطلاعات او کلتور رئیس، د ایپسو فرهنګي فعالیت او د بلخ فرهنګي کانتینر په مننې سره، د ګرافیتي هنر تاریخي شالید او د عمومي اذهان تغیر ورکولو په اړه دیوال آنځورنی په ونډې باندې خبرې وکړې. هغه دغه د اعتماد کلیمه د بلخ ولایت په دیوالونو باندې ارزښتناکه وبلله او هیله یې وښودله چې په یو بل باندې باور او اعتماد او دغه ډول نندارتونونه به د بلخ اوسېدونکو سره اړینه مرسته وکړي.

05

مدینه یوه ځوانه انجلی چې په دې وروستیو کې په خپله د نقاشي هنر ته مخه کړې، داسې وایي: د دیوال انځورنی هنر یو ځل بیا داسې احساس یې په ما کې پیدا کړ چې د هرڅه نه وړاندې باید د اعتماد او خپل ځان باندې باور د خپل هنر له لاری زما په شان کسانو ته ښکاره کړم ترڅو زما په مخاطبانو باندې تل پاتې اغېزه ولري.

07 06

فضل الحق چې د زرنج باربري چلوونکی د دې نقاشي لیدو سره لږ څه تلوسه ښکاریده او مونږ ته یې وویل: دغه دیوال انځورنه زما لید یې د اعتماد پر وړاندې ژور کړ او ما ته یې دا وښودله چې څنګه باید ځان او نورو باندې باور او یا اعتماد وکړو او له دې وروسته به په خپل ژوند کې د توان تر حده پوری هغوی سره مرسته رسونکي واوسو.

رحیم الله چې یو فلزکار دی او د فلز صنعت ګر هم دی وایي: په دیوال باندې نقاشي آثار ماته یې داسې احساس راکړ چې وروسته له دې زه هم دا هنر زده کړم او خپل د ذهن لرونکی شیان له همدې طریقه خپلو هېوادوالو ته ښکاره کړم، هنر کیدای شي چی د خبرو اترو کړکۍ واوسي.

08

ګرافیتي یا د دیوال انځورګری  د نړۍ یو له هغه هنرونو څخه ګڼل کېږي چې هدف یې عادي خلکو ته په دیوال باندې د انځورګری له لاری پیغام رسول دی. ګرافیتي هنر کله ناکله اعتراضي پیام د رسولو په هدف هم کارول کېږي لکه د انګلیسي هنرمند بنګسي نړیوال او نامتو کارونه چې زیات شمېر یې اعتراضي وه.

د ایپسو فرهنګي کانتینر د نوموړی ولایت اطلاعات او کلتور ریاست په همکاری سره د لومړی ځل لپاره د مزارشریف په مرکز کې یو دیوال د اعتماد دیوال په نامه د ګرافیتي هنر په مرسته یی تزئین کړ. دغه دیوال چې نه “۹” انځورونه او پنځه کتبي پیغامونه له ځانه سره لري په پخوانی کوڅه کې چې د “ګذر دربار” او یا اوسینی نوم یې چی کوچه مطبعه دولتي دی اوسېږي، چې نه یوازې د کوڅې ښکلا یې زیاته کړې بلکه سربیره پر هغه یی د خلکو پام اړولو لپاره یو ښه ځای هم دی او د دغې هنر علاقمندانو لپاره د دې هنر د ترویج پیغام هم دی.

09 10 11

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.