خواخوږي: د نسلونو ترمینځ د تفاهم لاره

هغه ارزښتونه چې نوی نسل او هغه ارزښتونه چې پخوانی نسل پرې باور لري، د دغو دوه نسلونو ترمینځ د واټن یو اصلي لامل دی. دغه تفاوتونه چې د کورنۍ، ټولنیز او فردي ژوند ته په لید سره برجسته کیږي، د دې لامل ګرځي چې د دغو دوه نسلونو ترمینځ په ځانګړې توګه د کورنۍ ځوانان، پلرونه او میندو ترمینځ شخړه رامینځته شي. که چېرې دغه ستونزه د دوه اړخیزو تفاهم له لاری حل نه شي، په ځينو مواردو کې د کورنۍ او ټولنیز ژوند څخه د ځوانانو د جلا کېدو او یا څنګ ته والی سبب ګرځي چې په پاېله کې یی جدي ګواښ لري.

د کابل فرهنګي کانتینر د دغه ستونزې لپاره خبرې اترې یوه د حل لاره بولي. دغه کانتینر چې د ټولنې مختلفو خلکو ترمینځ د ارزښتمند فرهنګي خبرو اترو او همغږی تجربه لري، کوښښ کوي چې د اشخاصو ظرفیت د یو بل د درک په موخه د خبرو اترو په واسطه لوړه کړي. د نسلونو ترمینځ خبرې اترې د کابل فرهنګي کانتینر اصلي موضوع ده چې هدف یې د ځوان او پخواني نسل د افکارو توپیر په اړه د پوهې اوچتول او یا هم د خپراوی لوړول دی. مونږ په دې باور یو چې د دغې پوهاوي پیاوړتیا سبب کېږي چې ترڅو د نسلونو ترمینځ خلا له منځه ولاړه شي او د نسلونو ترمینځ د خبرو اترو او تفاهم یو پول رامینځته شي.K1

شکریه زرګري چې د فرهنګي کانتینر په خبرو اترو کې یې زیات ګډون کړی دی وایي:« ننی نسل ډیر خواخوږي ته اړتیا لري. هر کس د بل کس پر وړاندې چې خواخوږي وښایي، مقابل لوری ډیر ژر هغه سره صمیمي کېږي او خپل ځان له هغه سره راحت احساسوي. په همدې دلیل، خواخوږي په هر ډول شرایطو کې یو انساني کار او د ټولنیز اړیکو ټینګولو لپاره مفید بلل کېږي.»

د کابل فرهنګي کانتینر د هغو افرادو څخه په استفادې سره چې له دوی سره یې په کانتینر کې کار کړی دی او هغه اعتماد چې تر دې دمه یې ترلاسه کړی، فرهنګي خبرې اترې له هغو عادي خلکو سره په ټولنه او یا په خپلو سیمو کې په لاره اچوي. عذرا شمال یوه تنه فرهنګي کارکونکې په دې باور دی چې « د یوه بل د فرهنګ منلو زمونږ دې زمانې یو جدی اړتیا ده. فرهنګ باید زمونږ په ورځني ژوند کې عملاٌ ښکاره کړای شي.»

د کابل فرهنګي کانتینر یوبل لیدونکی علي پارسا وایي چې د نورو خلکو او افرادو ښه پېژندلو لپاره باید فرهنګي خبرې اترې په رسمیت وپېژنو. هغه تاکید وکړ چې « مونږ هغه وخت کولای شو چی یو بل درک کړو چې له یو بل سره خبرې وکړو. د خبرو اترو فرهنګ د خلکو په مینځ کی له کوچنی خبرو اترو څخه په ملي کچې خبرو اترو بدل کړای شي، هغه وخت به ننګونې وپېژندل شي او خلک به یې د حل په لاره کې کوښښ وکړي.»

د کابل فرهنګي کانتینر د هغو لید لورو د تقویت په موخه لکه د ښاغلی هومن ویسه لیدلوری، کوښښ وکړی چې د نسلونو ترمینځ د نظرونو د تبادل زمینه او د هغوی خبراوی همکارئ مساعده کړي: « مشرانو ډیره ښه تجربه یې له ژوند څخه ترلاسه کړی ده چې مونږ کولای شو له هغو تجربو څخه د ټولنیز ژوند پر مخ وړلو کې کار واخلو او تېر نسل ته په احترام سره، د یو بل فرهنګ په احترام سره ژوندی وساتو.»

مونږ په دې باور یو چې د خبرتیا د کچې لوړول، د فرهنګي مختلفو ارزښتونو په رسمیت پېژندل او د خبرو اترو پېژندل د توپیرونو د له منځه وړلو د یوازینئ لاری په توګه بلل کیږی، چی کولای شو داسې ټولنه رامنځ ته کړو چې په هغه کې توپیرونو ته درناوی وسي او د ټولو لپاره یو قبول شوی ارزښت وي. دغه ډول لیدلوری د کابل فرهنګي کانتینر یو تن بل لیدونکی شریف ولید په نظر کې منعکس شوی دی:« که چېرې څو قومي هېوادونه د خبرو اترو فرهنګ ته مراجعه ونکړي، له ډیرو ستونزو سره به مخ شي. پرته له زغم او متقابل درک څخه، هغه هېوادونه به له داسې ناورین سره مخ شي چې ټولنیز ژوند تهدیدوي.  د زغم لرل مهمه ده چې کولای شي د خلکو مختلف ګروپونه متحد کړي.»K2

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.