د توریزم (سیلانی) صنعت او فرهنګي تبادل

Pix 1د توریزم صنعت د مدرن اقتصاد ستره برخه جوړوي او زیات شمېر هېوادونه په دې برخه کې پانګه اچونه کوي ترڅو د ټولې نړۍ د سیلانیانو پام د خپل هېواد فرهنګ، تاریخ او جغرافیی ته راواړوي. لیکن د توریزم اهمیت یوازې د هېواد اقتصادي پراختیا کې نده بلکې ونډه یې فرهنګي تبادلات، د ملتونو تاریخ او فرهنګ، د نړۍ نورو خلکو ته په پېژندلو کې هم فوق العاده اهمیت لري. هغه سیلانیان چې د یو هېواد څخه لیدنه کوي نو کله چې بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي له ځانه سره زیات اندازه معلومات د لیدل شوی هېواد له فرهنګ، تاریخ، طبیعت او جغرافیا څخه همدا راز ښه او بد یادونه چې د هغه هېواد د لیدو پرمهال یې تجربه کړي دي خپل هېواد ته وړي.

د افغانستان لپاره هم سره له دې چې د بیا رغونې کار د هېواد په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې روان دي، خو د دولت او خلکو پام د توریزم صنعت په برخه کې ډېر اړین دی. توریزم له یوې خوا د خلکو لپاره کار پیدا کوي، عایدات تولیدوي او اقتصادي ودې سره مرسته کوي، لېکن بل لور ته ستر فرهنګي تبادلات د سیمیزو اوسېدونکو او نړۍ ګرځېدونکو تر منځ چې له هغو سیمو څخه لیدنه کوي رامنځ ته کوي چې  پاېلې به یې په ټولنه کې د پیاوړی، ستر او څو ډوله فرهنګ رامنځ ته کول وي.

Pix 2 Pix 3

افغانستان په عام ډول او بدخشان ولایت په خاصه توګه، د سیلانیانو په جذبولو او د توریزم د صنعت په وده کې ستر امکانات لري. د بدخشان طبیعي ښکلا او تاریخي اهمیت کولای شي چې په کال کې په زرګونه سیلانیان ځانته جذب کړي. بدخشان کې د توریزم ونډه او د اهمیت برجسته کولو لپاره د دغې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د توریزم آمریت او فرهنګي کانتینر  د « فرهنګونو په پېژندلو کې د توریزم اهمیت» ترنامه لاندې یوه ورځنی سیمینار په لار واچوه. دغه سیمینار د بدخشان ولایت د زراعت پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې د زیات شمېر کسانو په ګډون  چې د دولتي اداراتو څخه، تر غیر دولتي موسسو، د پوهنتون زده کونکو او سیمیز مشرانو په کې حضور سره جوړه شوه.

د بدخشان د پوهنتون د رئیس په آند، بدخشان سوق الجیشی موقعیت لري چې په یوه جغرافیایي نقطې کې څلور ګاونډي هېوادونه سره یوځای کوي چې د طبیعي ښکلا او جغرافیایي اهمیت له اړخه په راتلونکی کې کیدای شي چې په زرګونو سیلانیانو ته ښه هدف واوسي. واخان ملي پارک په سیمه کې یو تر ټولو ښه پارک بلل کېږي چې په زرګونو ډول مرغان او لږ لیدل شوي ځناوران په کښې شتون لري. ښاغلی شیر علي قاسمي د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس د بدخشان ولایت تاریخي اهمیت، طبیعي جاذبې او کانو په اړه وغږېده او دا چې دا عوامل یو بل ترڅنګ څنګه کولای شي چې د بدخشان د توریزم صنعت په وده کې څنګه مرسته وکړي، هم خبرې وکړې.

Pix 4

A group of Marco Polo sheep rams (Ovis ammon polii) gather to graze on bare spots on snowy slopes in the eastern Pamir Mountains Gorno-Badakshan,Tajikistan. The Marco Polo sheep, a threatened species of argali, inhabit the uplands and alpine valleys of the Pamirs.

A group of Marco Polo sheep rams (Ovis ammon polii) gather to graze on bare spots on snowy slopes in the eastern Pamir Mountains Gorno-Badakshan,Tajikistan. The Marco Polo sheep, a threatened species of argali, inhabit the uplands and alpine valleys of the Pamirs.

عبدالروف انعامي، د افغانستان د استازو د مجلس منشي د ملي توریزم پالیسي او همدا رنګه د مرکزي دولت په هڅولو او همغږئ کې د پارلمان په ونډې باندې خبرې وکړې ترڅنګ یې د توریزم په وده کې د سیمیزو اداراتو د ونډې په اړه او همداراز د هېواد په ګوټ ګوټ کې د توریزم لپاره د یوه ډاډمن او د اعتماد وړ چاپېریال رامنځ ته کولو په هکله ګډونوالو ته وینا واوروله. رضي الله، د پوهنتون استاد د توریزم صنعت په اقتصادي ګټو باندې خبرې وکړې او دا چې توریزم به څنګه وکولای شي چې اقتصادي وده او پرمختک او په سیمیز او ملي کچه عواید رامنځته کړي هم خپل نظر وړاندې کړ.

مژده تابش د فرهنګ ودې او فرهنګي تبادل په پیاوړتیا د توریزم فرهنګي اهمیت په اړه خبرې وکړې.  صدیق الله لعلزاد د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر د دغې آمریت پالیسیانو په اړه چې د توریستانو لپاره د یو ډاډمن چاپېریال رامنځ ته کول او د امکاناتو برابرول دي خبرې وکړې او دا چې څنګه باید انساني ظرفیتونه لوړ کړل شي ترڅو د توریزم صنعت وده وکړي.

د خبرو په پای کې، ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه له ویناوالو سره شریکې کړې او محفل د امام محمد ساعي په وینا سره پای ته ورسید.Pix 6

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.