اعتماد په لور

01بامیان بې شمېره ښکلا لري. د ښکلی او پاک طبیعت څخه یې نیولې تر مدنیت پورې چې تاریخي دورو په جریان کې خپل په خاوره کې یې خښ کړي دي او آرام، ساده او صمیمي خلک یې د ژوند ټولو ستړتیا برسېره بیاهم ژوند ته مسکا کوي او د سولې او دوستئ میینان دي. د بامیان د ځوانانو او کوچنیانو سترګې د نوي پوهې، مهارت او علم دپاره د شور او شوق څخه ډکې دي. هره ورځ سهار په لاره کې په سلګونو ځوانان او کوچنیان، انجونې او هلکان وینې چې په ډېره چوپتیا او بې له کومې خیال څخه ښوونځیو په لور ګام اخلي. نارینه او ښځې پرته له کوم ډار څخه خپل روزګار په لور روان وي.

02البته ښایي چې د بامیان  د دغې چوپتیا او سولې دلایل زیات وي لیکن شک نشته چې د هر دلیل او علل شاته «اعتماد» موجود وي. هغه اعتماد چې د بامیاني د سپیسلی زړه څخه پیلېږي بیا کورنیو ته ورزي او په همدې ډول د بامیان ټولو خلکو ستر زړونو ته ور دانګي. اعتماد په بامیانو کې یوازې یو نظري امر نه دی بلکې په ټولنیزه کچه یو ثابت شوې نظر دی.       

03له دې سره سره، لیکن حاکم شرایط د هېواد په سیاسي او ټولنیز وضعیت باندې، ناامني او په پراخه کچه بې ثباتي، فقر او وزګارتیا، مهاجرت او بې کوري هریو د سولې او آرامي پر وړاندې جدي ننګونې دي چې د بامیان خلکو ترې په تېر څوارلس کلنو کې خوند اخیستی. له کومه ځایه چې اعتماد د سولې او سولیز همپالنې بنسټ دی او د اعتماد د فرهنګ جوړونه او هغه ته وده ورکول ټولنیز ناامني، بې ثباتي او بې نظمي ته د پای ټکی اېښودلو تر ټولو غوره د کامیابي لاره ده، د نړیوال رواني ټولنیزې موسسې فرهنګي کانتینر بامیان د اوسېدونکو په مینځ کې د اعتماد د فرهنګ ودې په موخه په ځانګړې توګه نوی نسل دپاره، خپل کلنی پېښه یې دغې موضوع ته ځانګړې کړه او د ۲۰۱۵ کال د دسمبر میاشت په اتمه یوه ورځنی فرهنګي غونډه یې د ا«عتماد په لور» تر عنوان لاندې په لاره واچوله.

04برنامه د بامیان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د میراثونو د کنفراس په سالون کې جوړه شوې وه. که څه هم هوا ډېره سړه وه، لیکن دغې سړې هوا د بامیان اوسېدونکو د خوشحالی او شور مانع ونشو او له پوره شوق سره یې په دغې برنامې کې ګډون وکړ. دغې برنامې مختلف محتوا درلودل لکه، موسیقي، شعر لوستل، کېسه ویل، تیاتر او نقاشي نمایش د زیات شمېر مراجعینو پښه یې هم له زده کونکو، دولتي او غیر دولتي اداراتو کار کونکي، مدني فعالین او فرهنګي څېرې ځانته را بللې وې.

ډیری ویناوې چې دغه برنامې کې وړاندې شول اعتماد، سوله، دوستئ او آرامش باندې متمرکز وې. د نی غږ، د فلوت او دکلمې غږ او په عین حال کې په زړه پورې سرودونه د شور او هیجان فضا یې رامنځته کړې وه. ښوونکی علي جان چې ۷۰ کاله عمر لري او د پنجاب ولسوالی په نسوان لېسه کې د ښوونکی په توګه کار کوي په دغه برنامې کې یې ګډون کړی وه او خپل دوبیتي ګانې یې ګډونوالو ته واورولې. 

05 06

احمد حسین احمدپور د دطلاعات او کلتور ریاست مرستیال د ایپسو نړیوال رواني ټولنیزې موسسې فرهنګي کانتینر له کوښښ او ابتکار څخه ممنه وکړه او هر ډول کوښښ چې د سولې راوستلو او د بامیان اوسېدونکو ترمنځ د اعتماد د ودې په موخه کېږي یو ډېر نیکو او اغیزمن امر وباله او ریاته یې کړه چې فرهنګ د ټولنیز ژوند بنسټ جوړوي، د فرهنګ اصلاح او وده د ټولنې اصلاح او وده ده

عارفه اکبري یوه لنډه کېسه یې ګډونوالو ته وویله. د یو زاړه سوپ پلورونکی سړی داستان و چې اصلي موضوع یې خلکو باندې اعتماد کول و. اصلي پیام یې دا و که چېرې په خلکو باندې اعتماد وکړئ نو ژر یا ځنډ هغوی به تاسې باندې هم اعتماد وکړي. دغه لنډ داستان په شدت سره ګډونوالو باندې اغېزه وکړه او ټولو ترې ستاېنه وکړه.  د کوه پایه تیاتر ټیم د یو ښکلی تیاتر په ترسره کولو سره نه یوازې ګډونوال یې وخندول بلکې د اعتماد اغیزمن او ګټوره  ونډه یې په ښه ډول په ځانګړې ټوګه ځوانان باندې د مشرانو اعتماد یې نندارې ته وړاندې کړ.

09 07

د برنامې په دویمه برخه کې یوه انجلئ د زرفشان په نوم ښکلی مقاله یې د اعتماد په اړه قرآت کړه. هغې وویل خپل ځان او نورو باندې اعتماد انسانانو ترمنځ  ژوند سره مینه، دنني آرامتیا او د دایمي سولې ضمانت کوي. کله چې د خلکو ترمنځ د اعتماد دیوال لمنځه ولارشي، نو له ټولنې څخه سوله، آرامتیا او دوستي هم لمنځه زي او جګړه او تاوتریخوالی یې ځای نیسي. د انجنو د سرود ټیم د اعتماد او دوستی په اړه یې ښکلی شعر وړاندې کړ چې د خلکو د پام وړ وګرځېده. برنام د دمبورې غږ او موسیقی سره پای ته ورسېده.

عباس د برنامې یوتن ګډونوال وویل: دغه برنامه په واقعیت سره چې عالي وه. اعتماد یو فرهنګي پديده ده، د یو معتمد فرهنګ تولید، پراخ فرهنګي فعالیت ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي چې ټولنه روحي او رواني لحاظ څخه متقابل اعتماد ته چمتو کړي.

10 11

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.