د زرین آس جاېزو وړونکي

د مهرګان دویم کلنیز فلمی فستیوال په کابل کې جوړ شو. سږ کال ۱۱ هنرمندانو ته د هغوی فوق العاده فعالیت لپاره جایزه ورکړل شوه. د ۱۵۰ فلمونو او سلګونو هنرمندانو څخه یوازې ۱۱ تنو ته یې تر ټولو غوره جاېزه ورکړل شوه. غلام رضا جعفري د سږکال ښه داریکټر په توګه د (زرین آس) جاېزه د هغه فلم جوړولو په بدل کې چې (قهوه او چای) نومېده ترلاسه کړه. لینا علم او سادات حسیني تر ټولو ښه لوبغاړی او لوبغاړې په توګه وټاکل شول. دواړو یې زرین آس ترلاسه کړو.M1

ډیری هغه فلمونه چې دغه پنځه ورځني نندارې ته وړاندې شوي وه، ځانګړې فلمونه وه. د فلمونو عنوان د نوي عصر ټولنیز او فرهنګي ننګونې وې، سمیع عطایي، یو تن د دې فستیوال ریفري وویل، که څه هم د فلم جوړونې کیفیت مخ په ښه کېدو دی، لیکن د فلم جوړونې د ډایرکترانو هغه شمېر چې له وطن څخه وځي سږ کال زیات شوی دی. ابراهیم عارفي، د افغان فلم ډایرکتر د فستیوال په پرانستو کې وویل:

له ۵۰ څخه زیات هنرمندانو او ډایرکترانو وطن پرېښی او د اروپا پناه غوښتونکي شوي دي. د افغانستان هنرمندانولپاره خواشینونکی دی، لیکن دا کار د امنیتي اندېښنو له کبله رامنځ ته کیږی.M2

د هېواد فلم جوړونې صنعت خپل په لومړنیو پړاونو کې له چوپتیا سره مخامخ دی. د کیفیت د نشتوالی له امله افغاني فلمونه لا تراوسه نشي کولای چی د بازار پام ځانته راوبلی. زیات شمېر فلمونه د سینماتوګرافرانو لخوا تولیدېږي چې هغوی سینمایي او اکاډمیک پوهه نلري. له نیکه مرغه یو شمېر زیاتو هغه سینماتوګرافرانو چې خپل فلمونه
یې دغه فستیوال کې نندارې ته ایښي وه ځوانان وه او په افغانستان او ایران کې یې سینمایي زده کړی کړې وی. د افغانستان نوی نسل سینماتوګرافرانو سینما یې د علمي څانګې په توګه تعقیب کړي ده او ډېر علاقمند دي چې دوام ورکړي.M3

مهرګان فلمي فستیوال خپل په ډول کې یوازینی ملي پېښه ده چې د دویم ځل لپاره کابل ښار کې په لار واچول شو. لومړنی فستیوال ۲۰۱۳ کال کې ترسره شو. خو له بده مرغه د امنیتي مسایلو له کبله، د فستیوال منشي ونه شو کړای چې تېر کال دا فستیوال په لاره واچوي.M6M4M5

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.