د خلکو په عادي ژپه لیکل

Sayyadنامتو ده چې د بدخشان خلک شاعر ډوله خبرې کوي او په زړه پورې ژبه لري چې د پېړیو په تېرېدو سره دغه عامیانه ادبیات غنامندې یې رامینځته کړی ده. د بدخشان فرهنګي کانتینر همیشه په هڅانده دی چې دغه روحیه د فرهنګي میراث  او ارزښمندو دودونو په اړه د آګاهئ د کچې لوړولو له لاری لا نور هم پیاوړی کړي.

بدخشان د کانتینر یوه برخه د شاعرانو او کیلوالانو ترمینځ د خبرو اترو زمینه جوړونکې ده. دغه کانتینر کوښښ کړې چې د ځوان او ړومبی نسل شاعرانو ترمینځ د خبرو اترو ترڅنګ، د تجربو د انتقال او د افکارو تبادل بهیر چټک کړي.

عبدالمالک صیاد د بدخشان ولایت یو نامتو شاعر دی چې ۷۴ کاله عمر لري. لیکن د هغه خلاقیت او ادبي کارونه د دې لامل شوي دي چی د بدخشان په فرهنګیانو او لیکوالانو کې همداسې وځلیږي. د هغه د شعرونو یوه نوې ټولګه د نوای بې نوایان په نامه په دی وروستیو کې نشر شوی ده چې په هغه کې ښاغلی صیاد عامیانه ژبه او اصطلاحات یې په خپل شعرونو کې په معنا لرونکی توګه کارولی دی. هغه په دې باور دی چې د عامیانه خبرو، متلونو او اصطلاحاتو کارول د خبرو او لیکلو تر مینځ واټن کموي. هغه وایي چې د دغو ژبنیز غنامندي کارول، عادي خلک، شاعران او لیکوالان سره نږدې کوي.

د ښاغلی صیاد په آند، دوه بیتی ګانې، داستانونه، اصطلاحات او د خلکو/عام متلونه، زمونږ د تاریخ، فرهنګ، ژبه، هویت او فرهنګي تاریخ یوه برخه ده. که چېرې دغه شتمني راټولی نشي او په متنونو کې ونه کارول شي، د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي.

نور لیکوالان وایي چې د افغانستان معاصر شعر د نوي فکرونو تر تأثیر لاندې راغلی دی، هغه فکرونه چې د نړیوال کېدو او تکنولوژئ د څپی په ذریعه دغه هېواد ته راغلی دی. د هغوی په آند دغه نظرونه یو ژوړ بحث او پوهې ته اړتیا لري او له بده مرغه، تراوسه زمونږ فکري او فرهنګي چاپېریال په ښه توګه هضم شوی نه دی. په پاېله کې، د دې لامل شوی چې معاصر فارسي دري شعر د کلاسیک بډا ادبیاتو څخه واټن ونیسي او د دغو خلکو په فرهنګ او تاریخي ژوند په زمینه کې ژوره ریښه ونلري.

لیکن د ښاغلی صیاد د شعرونو ټولګه زیات شمېر کسان یې د خپلې ژبې غنامندی فکر کولو په اړه ښایي وهڅوي او د سیمه ییز شتمنیو او بیلګو او دودیز ادبیات ښاېسته پېژندلو او د افغانستان معاصر شعر به لا ښکلی او غني کړي. B1

دغه ليکنه خپره شوې په پرته د ټولي. ليكى نښول د ایم تړونی.